هندۍ ورځپاڼې، سنډي ګارډین په دغه هېواد کې د افغانستان کونسلګرۍ، د دویم سرکونسل د معرفي کېدو لپاره د اسلامي امارت د غوښتنې د منل کېدو د احتمال خبر ورکړی دی.
دغې ورځپاڼې، د هند له لوري د اسلامي امارت د دغه استازي منل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په مسئله کې د عملپالي تعامل په معنا بللي دي.
د دغې ورځپاڼې په راپور کې راغلي، د افغانستان سرپرست حکومت اکرام الدین کمیل په ممبي کې د افغانستان د کونسلګرۍ د دویم کونسل په توګه معرفی کړی دی.
د سنډي ګارډین ورځپاڼه لیکلي:«د ډیلي او کابل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رسمي کولو په لور یوه مهم ګام کې احتمال شته چې، د هند حکومت په ممبي کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره د یوه استازي د ټاکلو په تړاو د طالبانو په مشرۍ د حکومت غوښتنه ومني.»
دې ورځپاڼې دغهراز لیکلي چې، د افغانستان سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د تصوراتو پر خلاف افغانستان د ترهګرو ډلو پر پناه ځای نهدی بدل کړی او هغو ډلو ته یې چې، د هند پر ضد فعالیت کوي، په افغانستان کې د پناه اخیستلو اجازه نهده ورکړې.
د سنډي ګارډین ورځپاڼه کې راغلي:«د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، د هغو روایتونو پر خلاف چې، مخکي ویل کېدل، ځان د پاکستان له ملاتړه برخمنو ترهګرو ډلو ته د پناه ځای په توګه معرفي نهکړ او اجازه یې ورنهکړه چې، افغانستان د ترهګرو د یوه ګرم بستر په توګه څرګند شي . برعکس، کابل ډاډ ورکړی چې، پر هند متمرکزې ډلې لکه لشکر او جیش په افغانستان کې د فعالیت یا پټېدو اجازه نهلري.»
که څه هم اسلامي امارت د هند کونسلګرۍ ته د خپل استازي د لېږلو په تړاو څه نهوايي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې، د هند په ممبي ښار کې د اسلامي امارت په کونسلګرۍ کې غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«افغانستان جنرال کونسلګرۍ ته لارښونه کړې چې، د پاسپورټونو د وېش بهیر د افغان کډوالو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پیل کړي.»
د سنډي ګارډین د راپور له مخې، اکرام الدین کامل د جمهوریت له سقوط وروسته د سوېلي اسیا له پوهنتونه د خپلې دوکتورا تر اخیستو وروسته، د سرپرست حکومت په بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی دی.
د هندي رسنیو دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې، تېره اوونۍ د جي پي سینګ په مشرۍ هندی پلاوی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې وکتل.
په دې اړه مو اندونه