اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د وروستۍ ادعا له ردولو سره، له اسلاماباده غوښتي چې، په سرپرست حکومت تور پورې نهکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغې ادعا په تړاو ویلي چې، سرپرست حکومت هېچا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړه:«دغه ادعاوې موږ په کلکه ردوو. دغسې موضوعګانې په موږ پرې هېڅ اړه نهلري. اسلامي امارت هېچا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاوره د نور په خلاف وکاروي. افغانستان نور د هېچا پر وړاندې ګواښ نهدی، پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ پر غاړه نهراچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.»
په کوټې کې پر پاکستاني پوځیانو له مرګوني بریدو وروسته، پرون د پاکستان د دفاع وزیر ادعا وکړه چې، د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر وړاندې کارول کېږي. خواجه محمد اصف ادعا کړې چې، د افغانستان له خاورې کار اخیستل، د پاکستان پر وړاندې تېری دی.
د هغه په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي اقدامات نهدي کړي
د پاکستان د دفاع وزیر په دې هکله ویلي:«د افغانستان حکومت د هغوی پر وړاندې هېڅ اقدام نهکوي او دا په پام کې نه نیسي چې، د هغوی خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کېږي. زما په اند، موږ به د دې لپاره یو تصمیم ونیسو او دا کار باید وکړو.»
د سیاسي چارو شنونکی سید محمد مقدم امین طلوعنیوز ته وايي:«د اسلامي امارت دریځ مشخص دی چې، د افغانستان خاوره د سیمې هېڅ هېواد ته ګواښ نهشي کېدای؛ خو داسې کړنلارې چې، وکړای شي یو بل ته قناعت ورکړي، د دواړو لورو خبرو اترو ته اړتیا لري.»
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم ادعا کړې وه چې، ټيټيپي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو اسلامي امارت دا موضوع بې بنسټه بللې ده.
په دې اړه مو اندونه