Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عباس ستانکزی: د چاپیریال ککړوونکي باید ځواب ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت  سیاسي مرستیال وایي هغو هېوادونو چې د افغانستان چاپیریال یې زیانمن کړی باید په نړیوالې محکمې کې ځواب ووایي.

شیر محمد عباس ستانکزی زیاتوي چې څلور لسیزې جګړې د افغانستان پر چاپیریال منفي اغیزې کړي او د هېواد اتیا سلنه ځنګلونه یې تخریب کړي دي.

ښاغلي ستانکزي و ویل: «هېوادونه چې نه غواړي د افغانستان د خلکو خبرې او غږ واوري، دا نړۍوال مجرمین دي. زما په نظر، دا هېوادونه باید نړیوالې محکمې ته راوستل شي.»

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال د دې ناستې پرمهال زیاتوي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو زیانمن شوی هېواد دی چې باید نور هېوادونه له افغانستان سره د اقلیمي بدلون په برخه کې همکاري وکړي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال، زین العابدین عابد هم و ویل: موږ به هم له نړۍوالو د دې غوښتنه کوو. دا د ولس غږ هم دی چې د بشري مرستو او د اقلیمي بدلون په اړه دې له نړۍوالو سره خبرې وشي. افغانستان ته دې رسمي بلنې ورکړ شي.

د پیاوړتیا لوړولو، چاپیریال ساتنې او بشري مرستو موسسې مرستیال، عزت الله صدیقي څرګنده کړه چې: د اقلیم بدلون موضوع اوس جدي شوې او اغیزې یې هم جدي شوې دي. موږ اوس له دې تېښته نشو کولای.

ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي په هېواد کې د اقلیمي بدلون په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازي، سټیفن رودریګز ويلي :«« دا د خوشحالۍ ځای دی چې نن موږ او تاسې راټول شوي یوو او د اقلیمي بدلون په اړه خبرې کوو، افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله خلک اړ شوي چې کېږدیو کې ژوند وکړي او خوراکي توکي له لاسه ورکړي. زما پیغام دا دی چې د اقلیمي بدلون موضوع باید سیاسي نشي او دې ته جدي پاملرنه وشي.»»

د دیني عالمانو استازی، محمد ابراهیم بارکزی وايي: موږ پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو چې د چاپیریال ساتنې او اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر دې ځان پوهه کړي چې دوی د ټول انسانیت د ساتنې مسوولیت لري.  

د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي بدلون ناسته د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون غړو هېوادونو استازو او د ځینو هېوادونو مشرانو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو او رسنیو استازو ګډون سره د نوامبر په یوولسمه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې به د اذربایجان پلازمېنې باکو کې دوام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه