Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت د اکرام‌الدین کامل د معرفي کېدو پخلی کوي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سرپرست په توګه د اکرام‌الدین کامل د معرفي کېدو پخلی کړی دی.

له دې مخکې یوې هندۍ ورځپاڼې د هند په ممبي ښار کې د اسلامي امارت د دویم کونسل په توګه د اکرام‌الدین کامل د منل کېدو د احتمال په تړاو راپور ورکړی و.

د هېواد پخوانی ډیپلومات عزیز معارج له هند سره د اړیکو په تړاو وايي:«په اوسنیو شرایطو کې چې، افغانستان په نړۍوالې انزوا کې دی او د افغانستان ملت او ملي سوداګر امنو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري، نو له هندوستان سره د اړیکو لرل، کولای شي د افغانستان ډېرې ستونزې حل کړي.»

بل پلو، په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې، دغه سفارت د هېوادوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ته دوام ورکوي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي:«ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې، په کانبرا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د دوی په خدمت کې دی او د کونسلي چارو فعالیتونه د هر ډول اندېښنو د لېرې کولو لپاره په پیاوړتیا او ثبات سره دوام لري.»

خو د سرپرست حکومت او د پخواني نظام د سفارتونو ترمنځ اختلافونه په نورو هېوادونو کې افغانانو ته کومې ستونزې راولاړوي؟

د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«ټول هغه کډوال چې، په بهرنیو هېوادونو کې دي، کونسلي خدمتونو ته اړتیا لري؛ نو پر دې بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت او سفارتونو ترمنځ چې، هر څومره تعامل وي، د افغانستان د خلکو په ګټه پرېوځي.»

اسلامي امارت پر هېواد له بیا واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې، په نورو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي چې، په نورو هېوادونو کې د افغانستان نږدې څلوېښت سیاسي استازولۍ د اسلامي امارت تر ادارې لاندې کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه