د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین په میدان وردګو کې د ځینو امنیتي سرتېرو په فراغتغونډه کې د اختلافاتو او بې باوریو پر لهمنځه وړلو او د یووالي پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
خلیفه سراجالدین حقاني همدارنګه له امنیتي ځواکونو غوښتي چې، له خلکو سره ښه چلند وکړي څو خلک ترې راضي وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«زموږ تاسو یووالی تړلی دی، زموږ تاسو د دنیا او اخرت کامیابي پرې تړلې ده، په کوم قوم کې چې، اطاعت نهوي، اختلاف وي هغه قوم له بدبختۍ او ستونزو سره مخ وي.»
خلیفه سراجالدین حقاني په خپله وینا کې همدارنګه، له امنیتي ځواکونو غوښتي، له هغو کارونو چې، بې باوري، نافرماني او اختلافات رامنځته کوي، ډډه وکړي او په خپلو مسوولیتونو کې نا غېړي او بېپامي ونهکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«هر هغه غافل عمل چې، موږ غافله کوي باید موږ له خپل ځان، وجود او دماغ نه لېرې کړو. داسې کړنې چې، زموږ اسلامي نظام پرې داغداره کېږي، کمزوری کېږي داسې کړنې باید موږ ونهکړو. هر هغه عمل چې، منشأ د اختلاف، خفګان او بد اخلاقۍ ګرځي هغې نه باید ډډه وکړو.»
تر دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست په کابل ښار کې د یوه جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اختلافونو د مخنیوي پر اهمیت خبرې کړې وې او ویلي یې وو، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې، د هېواد د قومونو ترمنځ رامنځته شوي یووالي ته زیان ورسوي.
په دې اړه مو اندونه