Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واخان ملي پارک، د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ځای او نوې اسانتیاوې یې

د واخان ملي پارک د حیرانوونکو طبیعي جاذبو، وحشي ژویو او کمیابه الوتونکو لرلو سره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور اړولی دی.

ځینې کورني سیلانیان چې تازه د واخان ولسوالۍ تللي دي، د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې سیلانیانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

یو سیلاني، عافیت خان وايي: «اوس مهال په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د واخان په ولسوالۍ کې د سیاحت شرایط په ښه توګه برابر شوي دي او دا سیمه د سیلانیانو لپاره د یو ډېر مناسب ځای په توګه پېژندل کېږي.»

یو بل سیلاني، نعمت الله هم وايي:« موږ له اسلامي امارته غواړو چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو دې سیمو ته راشي او له هغې لیدنه وکړي.»

ورته مهال د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس چې د واخان ملي پاک ته ورغلی، دغه ولایت کې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو له شتوالي ډاډ ورکوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله امیري هم په دې اړه وايي: «البته په واخان او ملي پارک کې مېلمستونونه جوړ شوي او سیلانیان چې ملي پارک ته راځي، امنیت په اساسي ډول تامین دی او هېڅ ستونزه او خنډ نشته.»

د واخان دهلیز په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د پخواني حکومت له لوري د دویم ملي پارک په توګه پېژندل شوی وو.

د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو پربنسټ نږدې دېرش ډوله وحشي ژوي او له ۲۷۰ ډوله زیات کمیابه الوتونکي په دې سیمه کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ