Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند په نوزاد کې د اوبو کموالی: خلکو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ ځینو سیمو اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي.

د هلمند نوزاد ولسوالي د مرکز لښکرګاه په ۹۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې د وروستیو کلونو پرلپسې وچکالۍ د نورو ناوړه اغېزو ترڅنګ دې ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه کړې ده.

د ځايي خلکو په خبره، ددې ولسوالۍ په ځینو برخو کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه له لس متره څخه سل متره ته ښکته شوې، چې له امله یې ځینې کورنۍ کډه شوې دي.

دوی له سرپرست حکومته دې ولسوالۍ کې د فرهاد په نامه اوبو بند تړلو عملي چارو پیل غوښتنه کوي.

د هلمند اوسېدونکی، پیرمحمد په دې اړه وايي: له وخته د بادامو باغ و او ډېر ښه حاصلات یې ورکول. نو د اوبو د نېستۍ او د خلکو د نیستۍ له امله، د اوبو د کموالي له امله یې حاصلات وچ شول. تاسې یې وینئ چې اوس یې ځای ځای نښې پاتې دي.

د هلمند اوسېدونکی، ساعت محمد وايي: د نوزاد ولسوالۍ ۹۰ سلنه خلک وتلي دي او لس فیصده به یې پاتې وي. موږ له وخته دلته ژوند کوه. دا مخلوق به په دې سیمه او بازار کې ځایېده نه. اوس د دوه کسو د اودس اوبه نه پیدا کیږي. موږ غواړو چې بند وتړل شي او دې ولسوالۍ ته اوبه ورکړ شي.

ددغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي، په نوزاد ولسوالۍ کې د فرهاد په نامه اوبو بند جوړولو لومړنۍ تخنیکي سروې بشپړه شوې او د بودجې ځانګړي کېدو سره به یې عملي چارې هم پیل شي، چې د کرنیزو ځمکو خړوبولو سربېره تر ځمکې لاندې اوبو کچه هم ورسره لوړه شي.

د هلمند د والي ویاند، محمد قاسم ریاض هم وايي: پر فرهاد بند د کار پیل په پام کې نیول شوی دی. دا په پلان کې دي، د هلمند ولایت مقام له لوري وړاندیزونه شوي دي. تر اړوند وزارتونو موضوع رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چي تر دې وړاندې د هلمند ولایت مقام په مالي لګښت ددغه ولایت په دیشو او خانشین ولسوالیو کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.

شریک یي کړئ