Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په زرنګار پارک کې د ښاروالۍ د لاس ته راوړنو نندارتون جوړ شو

په کابل کې د  کابل نوي تصویر په نوم یو نندارتون جوړ شو.

زرنګار پارک چې د کابل له تاریخي ځایونو دی، اوس اوس د کابل ښاروالۍ لخوا «د کابل د نوي انځور»  په نوم یو نندارتون پکې جوړ شو.

 د دغه نندارتون جوړوونکي د دغه نندارتون د جوړېدو موخه  نندارې ته د کابل ښاروالۍ د کړنو او لاسته راوړنو وړاندې کول ښيي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین، محمد خالد سجستاني وايي: « کابل ښاروالي د یوې خدمت کوونکې ادارې په توګه په اعظمي توګه د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه کړی دی. »
 
د ازموینو د ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني هم وايي:«کابل ښاروالي خپل خدمتونه وړاندي کوي، په دې وروستیو درېیو کلونو کې ډېر خدمات وړاندې کړې دي. د کابل اوسېدونکي ترې ټول رضایت لري او دا د کابل ښاروالۍ او اسلامي امارت مسوولیت دی.» 
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني چې په دې پروګرام کې یې ګډون کړی وویل چې اوس مهال په افغانستان کې یو واحده نظام شته او آبادي اود سړکونو جوړول د هر افغان دنده ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست، خلیل الرحمن حقاني په دې اړه و ویل: « ښاروالۍ د ابادۍ لپاره ګامونه اخیستي او داسې کارونه یې کړې دي، چې تاسې ټول یې شاهدان یاست، له کابله تر هراته او شماله تر سویله.»

په دې پروګرام کې د اقتصاد وزارت سرپرست د دا ډول نندارتونونو هر کلی وکړ او د   ټرافیکو له ریاسته یې وغوښتل چې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.

د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف بیا وايي: «کابل ښاروالي باید له ټرافیکو سره په همغږۍ کې اوسي، لکه څرنګه چې چوکونه جوړیږي هماغسې دې پکې اشارې هم ولګول شي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولان هم د خپلو خبرو په دوام د نورو د کابل ښاروالۍ په برخو کې د نورو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د خپلو نورو پروګرامونو ډاډ ورکړ.

د مسوولانو په وینا، دغه نندارتون به د درې ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه