Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: اسلامي امارت د مخالفتونو سره سره ډېر پرمختګونه کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د کابل په موسهي ولسوالۍ کې په یوه پروګرام کې، د هېوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم بللی او ویلي یې دي چې، اسلامي امارت د هېوادوالو ټولو شرعي حقونو تامین ته ژمن دی.

ښاغلي ستانکزي له دې پرته چې، د چا نوم واخلي، زیاتوي چې، نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه، په افغانستان کې د اسلامي حکومتولۍ او عدالت د تامین څارونکي دي.

شیر محمد عباس ستانکزی په دې هکله زیاتوي:«نن دښمن په سترګو نه‌لیدل کېږي؛ خو په سیاسي ډګر کې، په نظامي ډګر کې، په اقتصادي ډګر کې او په استخباراتي ډګر کې زموږ پر وړاندې ولاړ دي. زموږ او تاسې مقابله کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، سرپرست حکومت د ځینو هېوادونو له مخالفتونو او د ملګرو ملتونو له نه ملاتړ سره سره په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګ کړی دی.

هغه په دې هکله وویل:«اسلامي امارت ډېر پرمختګونه کړي دي، ډېر کارونه یې کړي او له دې وروسته هم ان‌شاالله دې ته ژمن دی، دا په داسې صورت کې چې، د نړۍ هېڅ مرسته له موږ سره نشته، او ډېری هېوادونه زموږ مخالفت کوي او زموږ ملاتړ نه‌کوي.»

شېرمحمد عباس ستانکزی دغه‌راز زیاتوي چې، اسلامي امارت د ټول‌بښنې فرمان پر بنسټ له ټولو سیاسي او نظامي مخالفانو غوښتي چې، هېواد ته را ستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له مخالفانو وغوښتل:«زموږ غږ پر هغو خلکو دی چې، په هر شي کې دوی له تخریب نه له بې‌ځایه ګرځېدا نه، د دښمن په لاس کې له لوېدو نه، ځان وژغوري او خپل هېواد ته راشي، د افغانستان غېږ، د وطن غېږ، د اسلامي امارت غېږ د دوی پر مخ باندې خلاصه ده.»

تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خلکو ترمنځ د یووالي ټینګښت مهم بللی او د اسلامي امارت د مسوولانو ترمنځ یې د اختلافونو شتون رد کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه