نن (چهارشنبې) د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی شو.
دغه حکم د ګردیز ښار په لوبغالي کې د اسلامي امارت د ځينو چارواکو له هغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني او د پکتیا د ډېریو اوسېدونکو په حضور کې پلی شو.
د سترې محمکې ویاند عبدالرحیم راشد ویلي چې، د اسلامي امارت له راتګ وروسته، تراوسه پر شپږو تنو د قصاص حکم تطبیق شوی دی.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وویل:«پکتیا ولایت کې پر یو قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو دغه قاتل یو کس د کلاشینکوف په واسطه په قتل رسولی و، غونډه د قاتل پر وژنه او په دې اړوند د الله تعاله د ستر حکم یعنې د قصاص په تطبیق سره پایته ورسېده.»
دیني عالم حسیبالله حنفي د قصاص د حکم په اړه وايي:«د شرعي قوانینو تطبیق په اسلامي نظام کې او له دې ډلې حدود، تعزیرات، قصاص یو اصل دی او په اسلامي نظام کې باید پلی شي؛ خو شرایط یې باید په نظر کې ونیول شي.»
عيني شاهدان وايي که قصاص او نور شرعي احکام په عادلانه ډول تطبيق شي، په ټولنه کې د شته ستونزو د هواري سربېره د نورو جرمونو مخه به هم ورسره ونيولی شي.
د پکتيا اوسېدونکی محمداجان وویل:«لکه څنګه چې، د الله ج امر او د قران پرېکړه وه، هغه نن په دې کس تطبيق شو او دا خلک نن په دې راټول شوي وو چې، کله يې قاتل راوړ او خپل مدعي درې ډزه وويشت.»
د پکتيا اوسېدونکی عبدالوهاب څرګندوي:«بايد چې، بښلی يې وای چې، وې نه باښه، نو قرانکريم د قصاص حق ورکړی، هېڅوک يې نهشي ضايع کولی، نو ګټه يې دا ده چې، په هېواد کې بيا هېڅوک قتل ونه کړي.»
د معلوماتو له مخې وژل شوی کس حبيبالله نومېږي چې، د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او درې نيم کاله وړاندې د اسد اياز نومي کس له لوري چې، د دې ولايت د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی په ډزو وژل شوی و چې، نن يې ګردیز کې د قصاص علني حکم جاري شو.
په دې اړه مو اندونه