په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا رییسې له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اوچا هڅه کوي چې، په را روان ژمي کې په افغانستان کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
ایزابل موسارډ په دغې مرکه کې زیاته کړې چې، په روان زیږدیز کال کې، د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونو او نورو مرستندویه بنسټونو په ټول افغانستان کې له ۱۴ مېلیونه تنو سره مرسته کړې ده.
د مېرمن موسارډ په وینا، اوچا په ۲۰۲۵ کال کې د خوړو د خوندیتوب، د اوبو د کمښت ناورین، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې، د مرستو د راټولو د پروګرام پر جوړولو بوخت دی.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر رییسه وايي:«تر ټولو لومړی، موږ لا تر اوسه د راتلونکي کال لپاره د اړتیا وړ بودیجې لپاره لومړنۍ شمېرې لرو او ټاکل شوې وروستی پلان یې د روان کال په ډسمبر کې شریک شي. زموږ بېلابېلې څانګې پر دې پلان کار کوي او د ټولو په مشوره، هڅه کوو چې، د ۲۰۲۵ کال لپاره غوره پلان ولرو. موږ له تمویلونکو سره هم په اړیکه کې یو څو ډاډ ترلاسه کړو چې، په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو لپاره بودیجه لرو.»
د اوچا رییسه دغهراز په افغانستان کې د خپلو ځینو مرسته رسونکو پروژو د لنډ مهالي ځنډ لامل اداري خنډونه بولي او زیاتوي چې، د ملګرو ملتونو بنسټونه د خپلې پالیسۍ له مخې له زیانمنو خلکو سره په بېپرې توګه پرېکړه کوي.
هغې په دې هکله څرګنده کړه:«دا اوچا نهده چې، پروژې ودروي، موږ د بشري مرستو د همغږۍ اداره یو. د راپورونو له مخې، هغه مرستندویه موسسې چې، موږ ورسره کار کوو په ځینو مواردو کې اړې شوي چې، د ځینو پروژو چارې په لنډ مهالې توګه ودروي، هغوی له ځینو اداري ستونزو سره مخ وې؛ ځکه چې، موږ د بشرپاله مرستو اصولو ته درناوی کوو، که موږ ورته درناوی ونه کړو، نو موږ به یې په لنډمهاله توګه د اداري خنډونو تر حل کولو پورې ودروو.»
ایزابل موسارډ د دغې مرکې په یوې برخه کې وايي چې، د روان زیږدیز کال له پیله تر اکټوبر میاشتې د اوچا د ټولو غوښتل شویو مرستو یوازې ۳۲ سلنه بودیجه تامین شوې ده.
ایزابل موسارډ زیاتوي:«په ټولیزه توګه د مرستو ډول په ولایت، ولسوالۍ، سیمې او د مرستو تر کچې پورې اړه لري او د دغو مرستو د برابرولو سرچینې هم رول لري. د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې، ویلی شو چې، د مرستې لپاره د اړتیا وړ بودیجې ۳۱ تر ۳۲ سلنه برابره شوې، دا په دې معنا ده چې، د بشري اړتیا وړ بودیجې ډېره برخه نهده ورکړل شوې.»
که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې، د تېرو درېیو کلونو پرتله په افغانستان کې روان وضعیت ښه شوی؛ خو دا په ډاګه کوي چې، وضعیت لاهم نازک دی او هېوادوال په زیانمنونکي حالت کې دي.