د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې خبري ناسته کې یوځل بیا د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې مسأله په ټولنه کې د ښځو په ګډون پورې مشروطه ګڼي.
وېدانت پټېل دلته د یو شمېر خبریالانو په حضور کې وایي تر هغه وخته چې د افغانستان سرپرست حکومت د دغه هېواد نیمایي وګړي د ټولنې له بشپړ ګډونه محرومه ساتلي وي، د نړیوالې ټولنې له لوري به یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه پوره نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټیل ویلي: «تر هغه وخته چې طالبان په ټولنه کې د خپل ۵۰ سلنه نفوس د بشپړ ادغام مخه ونیسي، په یقین سره نه شي کولای هغې نړیوالې پېژندنې ته ورسېږي، چې غواړي یې.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په اډانه کې خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر و ویل: د دې ترڅنګ چې هغه هېوادونه چې ډېر د نجونو د ښوونځيو او ښځو حقونو په اړه خبرې کوي، هغوی خپله پرې ډېر باور نه لري، خو د اسلامي امارت دا مسوولیت دی چې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي څو د نړۍوالې ټولنې دا بهانه هم ختمه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پرون په یوه غونډه کې ویلي وو، چې د افغانستان سرپرست حکومت هیله لري چې د امریکا نوې اداره به د افغانستان په تړاو پر خپله اوسنی تګلاره بیا کتنه وکړي.