د ترکيې ځينو رسنيو راپور ورکړی چې، د دغه هېواد د چاناک په ساحلي ښار کې ۲۷ افغانان نیول شوي او د دغه ښار د کډوالو د بېرته ستنولو مرکز ته سپارل شوي دي.
له دې سره هممهاله، په ترکيه کې ځينو افغان کډوالو طلوعنیوز ته ویلي چې، په دغه هېواد کې، له جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کډوالو ملاتړي بنسټونه هم ورسره همکاري نهکوي.
په ترکیه کې افغان کډوال زیاتوي چې، په دغه هېواد کې د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.
ترکیه کې افغان کډوال احمد یورتاش وویل:«هغه کسان چې، په ناقانونه توګه راغلي او دلته مېشت دي، د ترکیې د کډوالۍ ادارې له خوا نیول کېږي او پنډغالو ته لېږدول کېږي. د اوونیو او ان د میاشتو په تېرېدو سره افغانستان ته ستنول کېږي.»
ترکیه کې بل افغان کډوال محمد جمال مسلم هم وايي:«هغه افغانان چې، نن په ترکیه کې ژوند کوي، د تاریخ له تر ټولو ترخو ورځو سره لاس او کرېوان دي. د کار له نشتوالي، بېوزلي، د اسنادو نهلرل، د کډوالو ادارو د ملاتړ نهلرل او ان د روغتیايي بیمې له نشتوالي کړېږي.»
په وروستیو میاشتو کې د ترکیې سربېره، په ګاونډیو هېوادونوکې د افغان کډوالو نیونې او پر هغوی محدودیتونه زیات شوي دي. د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو په ځلونو له د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې، له افغان کډوالو سره له ناوړه چلنده ډډه وکړي.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کريمي طلوعنیوز ته وویل:«نړۍوال بنسټونه باید له ترکیې ملاتړ وکړي او انساني خدمتونه پیاوړي کړي. ترکیه باید د کډوالو حقوق مراعات او ټولنیز ملاتړ زیات کړي.»
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روان لمريز کال د لړم پر ۱۸مه او ۱۹مه د ترکيې له لوري څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی و.