Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنې وزارت: په ۲۱ ولایتونو کې، ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعال دی

د پوهنې وزارت ویلي چې، له دې مخکې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق په څلورو ولایتونو کې فعال و، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو کې هم فعال شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د پور ورکړې صندوق د رامنځه کولو موخه، په هېواد کې د ښوونکو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه ګڼي.

د ښاغلي حمزه په وینا، دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کېږي او د ښوونکو د مستحق‌والي په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له لوري ښوونکو ته د پورونو د ورکړې صندوقونه، اوس مهال د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې فعال شوي دي. د پوهنې وزارت د ښوونکو د اقتصادي او نورو ستونزو د حل په موخه، د پور ورکولو صندوقونه پرانیستي، څو د ځانګړې لایحې پر بنسټ له دغې لارې، اړمنو او مستحقو ښوونکو ته د هغوی د خدمت د مودې په پام کې نیولو سره، پورونه ورکړل شي.»

بل پلو ځینې ښوونکي چې، په دولتي ښوونځیو کې درس ورکوي، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوي.

په دولتي ښوونځي کې ښوونکې وږمه الیاس د دغه صندوق په هکله وايي:«د ښوونکو ستونزې زښته زیاتې دي؛ ځکه چې، ډېر کم معاش لري، او اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی.»

بل ښوونکی احمد قسیم رووفي هم څرګندوي:«په پوهنې وزارت کې د ښوونکي په نوم یو صندوق و. ښوونکو چې، غوښتل یې له هغه صندوقه پور واخلي، ۲۵ زره افغانۍ و چې، پور واخلي او د یوه کال په لړ کې به یې هره میاشت له معاش څخه بېرته ګرځول کېدې.»

د پوهنې وزارت د ویاند په وینا، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کېږي او ټاکل شوې چې، دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شي.

شریک یي کړئ