Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې ۶۵۰ زره معلولین، بې سرپرسته ماشومان او کونډې ثبت شوې دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند وايي، دغه وزارت څه باندې ۶۵۰ زره معلولین، بې سرپرسته ماشومان او کونډې ثبت کړې دي. 

د دغه وزارت د ویاند فیصل خاموش وایي، ۲۸ زره کسان چې، د حقوقو د ورکړې پر شرایطو برابر نه وو، د دغه وزارت د حقوقو د ورکړې له نوملړه یې اېستلي دي.

فیصل خاموش و ویل:« دا مهال د کونډو، معلولینو او بې سرپرستو کسانو معاشونه په رڼه توګه د بانکي سیسټم له لارې د مرکز په ګډون ټولو ولایتونو کې پرې کیږي.»

د پنځه دېرش کلنې مرضیې خاوند چې، لس کاله وړاندې په جګړو کې وژل شوی او نوموړې دا مهال د خپلې کورنۍ د څلورو غړو سرپرستي په غاړه لري، طلوع نیوز ته وایي: « ۱۰ کاله کیږي چې، خاوند مې شهید شوی، څلور اولادونه لرم. دې لسو کلونو کې مې چې معاش ترلاسه کړی، ښه ده بسنه کوي.»

ځینې نور هغه معلولین چې د جګړو له امله زیانمن شوي، له اسلامي امارته غواړي چې، د معلولینو او بې سرپرستو کسانو لپاره لا زیات امکانات برابر کړي. 

معلول، نبي الله و ویل: « پښې مې هېواد ته د خدمت په لاره کې له لاسه ورکړي، اوس له اسلامي امارته خوښ یم چې زموږ معاشونه راکوي او غواړو چې زموږ معاش زیات کړي ځکه ستونزې ډېرې دي.»

بل معلول، جهانزیب وویل: « سترګه مې زیانمنه شوې او کار نه کوي له امارته غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

فیصل خاموش د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ