د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ۹۳۰ مېلیونه افغانیو په پانګونې د کمپلو د تولید د یوې کارخونې پرانیسته وکړه.
ښاغلي برادر په دغې پرانستغونډه کې ویلي، اسلامي امارت د بېوزلۍ کمول، د کار زمینې برابرول، د افغانۍ د ارزښت ساتل او د صنعتکارانو او خصوصي سکټور ملاتړ د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې راوستي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د کورنیو صنایعو څخه د ملاتړ په موخه، دغې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق (ایډياېف) له لوري د مرابحې اسلامي تنویر تړون له مخې د سل مېلیونه په ارزښت، اړوند ماشینونه اخیستل شوي دي. څو د پانګونې د لښګتونو فشار پرې کم شي.»
د کمپلو د تولید شرکت استازی عبدالحق نوري هم وايي:«په خورا درښت دا وړاندیز کوو چې، زموږ د تولیداتو د بازار موندنې لپاره، هغه توکي چې، موږ یې په کور کې دننه لرو که هغه په هره برخه کې وي، له وارداتو یې په کلکه مخنیوی یا پر هغوی ګمرکي تعرفې لوړې کړي.»
بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې، اسلامي امارت له بهرنیو مرستو پرته د اقتصاد د پراختیا او د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.
ښاغلی عزیزي زیاتوي چې، د اسلامي امارت مشرتابه تل د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د مسوولانو وړاندیزونه منلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي:«د افغانستان د صنعت په برخه کې، شیخ صاحب تر دې کچې هڅونه لرلې چې، فکر کوې په خپله یو صنعتکار دی. د صنعت په برخه کې، حاجي صاحب برادر چې، هر وړاندیز ورته کړی چې، موږ په فلاني ځای کې د صنعتي پارک لپاره اړتیا لرو، د هغه له لوري منظور شوی دی.»
بل پلو، د کانونو او صنایعو خونې عمومي رییس وايي چې، د کورنیو محصولاتو تولیدوونکو ته به د ځمکې د وېش بهیر په پیلېدو سره افغانستان د یوه ستر صنعتي انقلاب شاهد وي.
د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمینزاده په دې هکله زیاتوي:«صنعت کارانو ته اوس ځمکه ورکول کېږي، که دا پیل شي زه ډاډه یم چې، ۸۰۰ فابریکې به ژر تر ژره خپل کار پیل کړي او د هغې ورځې په هیله چې، انشاالله د افغانستان د اسلامي امارت د زعامت په موجودیت کې، د یوه صنعتي انقلاب شاهد یو او نور یې هم شاهدان شو.»
د کانونو اوصنایعو خونې د شمېرو له مخې، افغانستان اوس په ۳۶ ډوله توکو کې پوره ځان بسیاینې ته رسېدلی او په ۳۱ ډوله نورو توکو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.