Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د کابل او کوالالمپور ترمنځ اړیکې پراختیا ته اړتیا لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست نقیب‌الله احمدي سره په کتنه کې ویلي چې، د کابل او کوالالمپور اړیکې ډېرې مهمې دي او پراختیا ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت د ویاند حمدالله فطرت په وینا، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال له نقیب‌الله احمدي غوښتي چې، د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او په غوره بڼه د سرپرست حکومت استازیتوب وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وویل:«د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر صاحب، په مالیزیا کې د افغان سفارت هڅې وستایلې او ټينګار یې وکړ چې، د کابل او کوالالمپور اړیکې خورا مهمې دي او د لا پراختیا اړتیا یې لیدل کېږي چې، په دې برخه کې به افغان سفارت خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

په دې کتنه کې په مالیزیا کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست افغانستان ته د مالیزیا د پلاوي وروستی سفر هم مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې دغه سفر د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز کړی دی.
 
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر په دې هکله څرګندوي:«موږ کولای شو چې، له مالیزیا ډېر څه زده‌کړو په ځانګړې توګه د زده‌کړې په برخه کې، له مالیزیا سره مو چې، هر څومره اړیکې پياوړې شي، په هماغه اندازه ډېر څه زده‌ کوو.»

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق هم وايي:«دغه اسلامي هېوادونه د دې لپاره چې، ګډ اسلامي او کلتوري اړیکې لري، کولای شي چې، په نړۍ کې یو ښه منځکړی وي او د افغانستان لپاره ښه لابي ګري وکړي.»  

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال دغه‌راز له نقیب‌الله احمدي سره په کتنه کې له هغه غوښتي دي چې، د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او د سرپرست حکومت ښه استازیتوب وکړي.

حمدالله فطرت په وینا، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال له نقیب‌الله احمدي غوښتي چې، د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي او په غوره بڼه د سرپرست حکومت استازیتوب وکړي.

شریک یي کړئ