د نومبر ۱۷مه د محصل له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په نړۍ کې ځينې زدهکړیال دغه ورځ په داسې حال کې لمانځي چې، نږدې دوه کاله کېږي، په افغانستان کې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.
له دغې ورځې سره هممهاله، ځينې زدهکړیالانې یوځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
۲۲ کلنه عایشه د کابل پوهنتون د عامه اړیکو پوهنځي محصله وايي، سره له دې چې، په دغو دوو کلونو کې پوهنتون له تګه منعه شوي؛ خو بیا هم هڅه کوي نورو نجونو ته د علم او پوهې د زمینې برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
عایشه وايي چې، محرومې شوې نجونې له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
هغه زیاتوي:«د ټولو نجونو په زړونو کې د خفګان ژور احساس دی په ځانګړې توګه زما په زړه کې؛ د دې لپاره زه فکر کوم چې، موږ او بې برخلیکه یو او نه پوهېږو چې، په کوم لور روان یو.»
له دې سره هممهاله د ښځو د حقونو په برخه کې ځينې فعالان په هېواد کې ښځینهوو او نارینهوو ته د زدهکړو د زمینې برابرېدل مهم ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي.
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«له بده مرغه هر ورځ یوازې اعلامیې دي؛ خو هېڅکله یې نه دي غوښتي چې، بنسټیز کار وکړي. درې کاله کېږي چې، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نهخلاصېږي.»
اسلامي امارت تازه د محصل د نړۍوالې ورځې په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې، هڅه کوي محصلانو ته د تدریس په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د محصل نړۍواله ورځ د ۱۹۴۱ کال د نوامبر پر ۱۷مه په لندن کې د محصلینو د نړۍوال کانگرس له لوري د هغو چکسلواکیايي محصلینو د یاد په موخه ونومول شوه چې، په ۱۹۳۹ کال کې د نازي ځواکونو له خوا وځپل او ووژل شول.