Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې درې هوکړه‌لیکونه یې د زلزله‌ځپلو او له ماینونو ډک سیمو کې د زیانمنو خلکو د مرستې لپاره لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه‌لیکونه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې سرپرست، نورالدین ترابي، له هالو ټرسټ ماین پاکونې موسسې، کنسرن موسسې او د انکشافي همکاریو له خیریه موسسې سره لاسلیک کړي دي.

لومړی هوکړه‌لیک:دا هوکړه‌لیک د هالو ټرسټ ماین پاکونې موسسې سره لاسلیک شوی دی. د د دغې هوکړې لمخې، څو هغه ولایتونه چې په ماینونو ککړ دي، د شاوخوا ۱.۶ میلیونه ډالرو په بودیجه پاکېږي. دا اقدام به د تېرو جګړو له پاتې ماینونو څخه د خطرونو په کمولو کې مرسته وکړي.

دویم هوکړه‌لیک:دویم هوکړه‌لیک د انکشافي همکاریو خیریه موسسې سره په هرات ولایت کې د زنده‌جان ولسوالۍ لپاره د خدمتونو د برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی. دا خدمتونه عبارت دي له: د دوو استنادي دیوالونو جوړول، د څښاک د اوبو د څاهګانو ترمیم،- د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو لپاره د ۱۰ زره نیالګیو کینول، طبیعي پېښو د خطرونو کمولو په اړه روزنه او د بېړنیو کڅوړو وېش.

د دغې پروژې لپاره ځانګړې شوې بودیجه ۴۶۹ زره او ۳۸ ډالر ده او پلان دی چې دا خدمتونه د دې ولسوالۍ په ۵۰ کلیو کې عملي شي.

درېیم هوکړه‌لیک: درېیم هوکړه‌لیک د کنسرن موسسې سره لاسلیک شوی دی. د دې توافق له مخې، په تخار ولایت کې د فرخار ولسوالۍ او په بدخشان ولایت کې د تیشکان ولسوالۍ لپاره به ۱۶۱۳ زیانمنو کورنیو ته د سون توکو، ژمنیو جامو او نورو توکو لپاره مرسته وویشل شي.

د افغانستان اړتیاوې:افغانستان له نړیوالو مرستو سره سره، لا هم د بشري ملاتړ په برخه کې اړتیا لري. طبیعي پېښې لکه زلزله، سېلابونه او وچکالي د پراخې بېوزلۍ او بې‌کارۍ ترڅنګ د میلیونونو خلکو ژوند په جدي توګه اغېزمن کړی دی.

په تېرو کلونو کې، اوږدې جګړې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې، او د مناسب زیربناوو نشتوالي د خلکو د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیان‌مننې کچه لوړه کړې ده. د ژمي موسم، چې په ډېرو سیمو کې له سختې یخنۍ سره وي، د ټیټ عاید لرونکو او زیانمنو قشرونو لپاره د ژوند شرایط لا زیات سختوي.

شریک یي کړئ