Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه د افغان بندیانو رالېږد؛ دا بهیر اوږد او وخت نیونکی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې، په ایران کې د افغان محکومانو شمېر ډېر دی او افغانستان ته به د هغوی د لېږد بهیر هم وخت نیونکی وي.

اسماعیل بقایي زیاته کړې چې، د دغو کسانو تورونه بېلابېل او په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو اړوند دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغو کسانو د لېږد لپاره هڅې روانې د او د ایران د پلاوي د سفر پر مهال د دې موضوع په تړاو له اسلامي امارت سره ښې هوکړې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله وايي:«خپل هېواد ته د افغان محکومانو لېږد، له ډېر پخوا په جریان کې و او یو اوږد مهاله بهیر دی. د ایران په بندخونو کې د افغان بندیانو او محکومانو شمېر زښته زیات دی او پر بیت‌المال هم ډېر لګښت راځي. موږ د تېرو یوه دوه کلونو په لړ کې خپل هېواد ته د افغان محکومانو د لېږد لپاره خپلې هڅې کړې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال هم وايي چې، دغه پلاوي تر اوسه د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي او د دغو کتنو موخه له ایرانه هېواد ته د افغان بندیانو رالېږدول دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«د دغو ټولو لیدنو کتنو اصلي موخه دا وه چې، په ایران کې هغه افغان کډوال چې، په بېلابېلو جرمونو نیول شوي او بندیان دي، د دواړو هېوادونو په تفاهم افغانستان ته د دغو د لېږد بهیر پيل شي، څو هغه بندیان چې، د بند موده یې پاتې ده هغه موده په افغانستان کې په زندان کې تېره کړي او هیله لرو چې، په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.»

د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د هغو کسانو د خلاصون او تبادلې لپاره چې، په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان دي، اړتیا ده چې، د هغوی د خلاصون لپاره ډپيلوماټیکې خبرې اترې وشي. په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې، د کورنۍ غړي نه‌لري یا د وکیل نیولو لپاره مالي وس نه‌لري.»

تر دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د ایران د حکومت لخوا د افغانانو د اعدام خبر ورکړی و.

بل لور ته د بشري حقونو ځینو سازمانونو هم راپور ورکړی چې، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې په سعودي عربستان کې درې افغانان په بېلابېلو جرمونو اعدام شوي دي.

ښاغلی بقايي وايي چې، کابل ته د ایران پلاوي د سفر پر مهال د دې موضوع په تړاو له اسلامي امارت سره ښې هوکړې شوې دي.

شریک یي کړئ