Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فطرت: په دې وروستیو کې د اسلامي امارت او تاجیکستان پلاوو تګ راتګ لرلی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، اسلامي امارت له تاجیکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ تګ راتګ هم شوی دی.

ښاغلی فطرت زیاتوي چې، وروستي تګ راتګ ته په کتو، له دوشنبې سره د اړیکو پرمختګ ته هیلې شته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله څرګندوي:«افغانستان د تاجیکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. تاجیکستان زموږ یو مسلمان او ګاوندی هېواد دی، موږ ورسره د ښې اړیکو غوښتونکي یو، په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ شوی چې، هیله ده په راتلونکي کې پرمختګونه هم ولرو.»

تاجکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې، د ځينو نورو ګاونډیو پرتله یې له اسلامي امارت سره دومره اړیکې نه‌دي لرلې.

 د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي چې، د سرپرست حکومت او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره اړتیا ده چې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لا زیاتې کتنې وشي.

د سیاسي چارو شنونکی سیدمقدم امین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«تاجیکستان په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې محوري رول لرلی دی، په کار ده چې، اسلامي امارت د شرایطو په پام کې نیولو سره له ټولو ګاونډیو په ځانګړې توګه له تاجیکستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«د تاجیکستان هېواد له مشرتابه سره چې، څومره لیدنې کتنې او تګ راتګ زیاتې شي، د دواړو لورو په ګټه دي.»

 تر دې وړاندې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي و چې، د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي؛ خو تر اوسه دا نه‌ده څرګنده شوې چې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ کتنې په کومه کچه ترسره شوي او د دواړو هېوادونو کومو کسانو له یو بل سره کتلي دي.

شریک یي کړئ