Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې په تړاو د چین د استازي او پاکستاني چارواکو سلامشورې

د پاکستان د بهرنیو وزارت ویلي چې، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنې بلوچ او په دغه وزارت کې، د افغانستان او لوېدیځې اسیا مسوول احمدنسیم وریچ سره په کتنه کې د افغانستان د اړیکو په تړاو خبرې اترې کړې دي. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، له افغانستان سره د اړیکو څرنګوالی او په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د دغو دوو هېوادونو رول، د دغو کتنو له محوري مسایلو وو.

خبرپاڼې زیاته کړې:«د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي نن د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنې بلوچ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا له مسوول احمد نسیم وریچ سره مفصلې سلامشورې وکړې. دواړو لوریو له افغانستان سره د اړیکو په تړاو نظرونه تبادله کړل او یو ځل بیا یې د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر مهم رول ټینګار وکړ.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. چین او روسیه سرپرست حکومت ته له نږدې هېوادونو دي او په وار وار یې د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره د افغانستان د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.  

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان ته له سفر مخکې، له یوې چینايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو هوکړه کړې چې، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره په ګډه سره کار کوي.

د سیاسي چارو شنونکي معین ګل څمکني وویل:«چین او روسیه غواړي چې، یو نظامي، سیاسي او اقتصادي محور رامنځته کړي؛ خو لوېدیځ او امریکا د دغې کار اجازه نه‌ورکوي. له همدې امله لوېدیځ په ټول کې غواړي چې، افغانستان او هند تر خپلې ولکې لاندې ولري چې، له دې لارې روسیه، ایران، منځنۍ اسیا او چین مهار کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«نه یوازې روسیه، چین، هند او ایران په سیمه کې ستر هېوادونه دي چې، کولای شي ځواکمن رول ادا کړي؛ په دې شرط چې، پاکستانیان د افغانستان او هم د سیمې د هېوادونو پر وړاندې ریښتنې کړنه ولري.»

چین او روسیې تل په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر رول ټینګار کړی دی. ضمیر کابلوف هم پاکستان ته په رسمي سفر کې د افغانستان د اړوندو مسایلو د حل لپاره د ګاونډیو هېوادونو رول خورا مهم بللی و.  

تر یو شیاویونګ مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ