پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، افغانستان ته د پاکستان د بورې صادراتو تر ۱۵برابره زیاتوالی موندلی دی.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال له جولای تر اکتوبر میاشتې له پاکستانه، افغانستان ته د ۹۱ مېلیون ډالرو په ارزښت بوره صادره شوې ده.
خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اکټوبر میاشتې له پاکستانه افغانستان ته د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت بوره وارده شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۹۳۸ مېلیون ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې، له دې منځه ۶۳۷ مېلیون ډالر یې صادرات او پاتې یې واردات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوعنیوز ته وویل:«د ۲۰۲۴ کال د لسو میاشتو په لړ کې، له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په ټولیزه توګه یو مېلیارد او ۹۳۸ مېلیون ډالره ده چې، کابو ۶۳۷ مېلیون ډالره یې صادرات او یو مېلیارد او ۳۰۱ مېلیون ډالر یې وادرات دي. په دغې موده کې له پاکستانه د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۱۶ زره ټنه بوره وارده شوې ده.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، هغه محدودیتونه چې، د پاکستان له لوري له افغانستان سره پر سوداګرۍ لګول کېږي، تل د صادراتو او وارداتو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزی وايي:«اسلامي امارت د پاکستان پر ۲۲ ډوله جنسونو سل سلنه تعرفه لوړه کړې. د بېلګې په توګه د شیدو تعرفه دونیم سلنه وه، اوس ۵۰ سلنه ده. هغوی زموږ پر جنس تعرفه لوړه کړه؛ موږ هم ورته کار وکړ.»
سوداګر زلمی عظیمي هم څرګندوي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، یعنې د صادارتو او وارداتو کچه کمه شوې او دا ډېر علتونه لري؛ له هغې ډلې هغه ستونزې چې، د پاکستان له لوري رامنځته شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په روان لمریز کال کې له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د ترینګلتیاوو، د ګډو لارو د تړل کېدو او د پاکستان له لوري پر صادراتي توکو د تعرفو لوړولو له امله له دغه هېواد سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شوې ده.