Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې له ترکیې سره د ۹۴ میلیون ډالرو سوداګري شوې

د روان زیږیز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي هڅه کوي له ترکیې سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: «په ۲۰۲۴ زیږیز کال کې د لسو میاشتو په لړ کې له ترکیې سره د صادراتو او وارداتو ارزښت ۹۴ میلیونه ډالره و، چې له دې منځه ۲۱ میلیونه ډالره صادرات او ۷۳ میلیونه ډالره واردات دي. د صادراتو ډ‌ېری توکي کنجد، ممیز، بادام، زیره او د غواو څرمن دي او د وارداتو توکي طبي بوټي، غالۍ او بخارۍ دي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې وایي چې ټاکل شوې ده، تر راروانې یوې اوونۍ  ترکیې د استانبول حلال نندارتون جوړ شي چې د اسلامي امارت یو پلاوی او سوداګر به هم پکې ګډون وکړي.
  
د دغې خونې د مسوولینو په وینا، په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات د بازارموندنۍ په موخه نندارې ته وړاندې کېږي.  

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالي او اداري چارو سرپرست، میرزمان پوپل و ویل: «دا د نړۍ له لویو نندارتونونو یو دی چې ډېر مهم نندارتون ګڼل کېږي او د افغانستان حلال محصولات چې یو ډېر ښه بازار لري، موږ په دې کلني نندارتون کې ګډون کوو.»
 
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان هم وايي: «دا یوه مناسبه موقع ده چې هم د افغانستان کورني محصولات نندارې ته وړاندې شي او هم د بېلابېلو سکټورونو د پراختیا لپاره د ښو اړیکو پل ثابتېدای شي.»

د استانبول حلال نندارتون د نړۍ درېیم لوی نندارتون ګڼل کېږي.
  
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي چې د دغه نندارتون په څنډه کې به سوداګریز کنفرانسونه، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ناستې او نور اقتصادي پروګرامونه هم ترسره شي. 

شریک یي کړئ