د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، په کابل کې د ازبیکستان نوي سفیر نن (چهارشنبې) د خپل باورلیک یوه کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي چې، ایبک عثمانوف له امیر خان متقي په کتنه کې، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د لا ښهوالي لپاره د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.
ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د دواړو هېوادونو د سفارتونو فعالیت د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ یوه ښه نښه وګڼله او دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو پروژو پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله وویل:«د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو، د افغانستان او ازبیکستان په پلازمېنو کې، د دواړو هېوادونو فعاله سفارتونه د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ ښه نښه وبلله. او په دې برخه کې یې ټينګار وکړ چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې، عملي ګامونه پورته شي.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هم په نړۍوال مېز کې او هم د افغانستان په ګاونډ کې، ازبیکستان هغه هېواد دی چې، کولای شو پر هغه حساب وکړو. ازبیکستان تل له افغانستان سره ښې اړیکې او ښه ګاونډیتوب پاللی دی.»
پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«د یوه ګاونډي هېواد او د افغانستان په چارو کې د یوه بېپرې هېواد په توګه د ازبیکستان د سفیر د باورلیک منل، یوه ښه لاسته راوړنه ده. چې، په دې برخه کې به د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو د هڅونې لامل شي چې، هغوی هم اړیکې جوړې کړي.»
ایبک عثمانوف د روان لمریز کال د لړم پر ۷مه نېټه د افغانستان لپاره د ازبیکستان د نوي سفیر په توګه معرفي شوی او کابل ته راغلی و.