د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هند او بنګلهدېش د علماوو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال حمدالله فطرت د دغې کتنې په هکله ویلي چې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، په دې لیدنه کې پر ځانبسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بللی دی.
په دغې کتنه کې، په افغانستان کې د مدرسو د پياوړتيا، د نويو علمي بنسټونو د جوړېدو، په ښوونیز نصاب کې د اصلاحاتو، د بنسټيزو پروژو د پيل، د سوداګریزو اړيکو او صنعت په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«محترم ملا برادر اخند زیاته کړه چې، اسلامي امارت د دې ترڅنګ، د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهکولو په موخه هم اغېزناکې هڅې پيل کړي دي. لویې اقتصادي پروژې پيل شوي دي. له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا پرتله پرمختګونه شوي او پر ځان متکي او له بهرنیو احتیاجاتو څخه خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، ملا عبدالغني برادر همدارنګه ویلي چې، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې، د افغانستان د اقتصادي ودې د ټکني کېدو لامل شوي دي.
د اقتصادي چارو شنونکی خالد ځدراڼ په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان د دولت یا د افغانستان د ولس پیسې، یا بودیجه چې، کنګل شوې دا د نړۍوالو اصولو پر خلاف ده او په کار ده چې، خلاصه شي. او دا د افغانستان حق دی.»
بل لور ته د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه دغه ډول کتنې ګټورې ګڼي.
د پوهنتون استاد محمد امید جهانزاده وايي:«له سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پلوه کولای شي چې، افغانستان له ټولو هېوادونو سره په اړیکه کې وي او زموږ غوښتنه دا ده چې، بنګلهدېش او هند اقدام وکړي له له ټولو هېوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې له د افغانستان سره مرسته وکړي.»
له دې مخکې، د ریاست الوزرا قتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د کوچنیو تمویلاتو په غونډه کې ویلي و چې، د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمول او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.