Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولانا فضل‌الرحمن د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر رول نیوکه وکړه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر یو ځل بیا د خپلې وینا پر مهال د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارې نیوکه کوي.

مولانا فضل الرحمن وایي چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال خپل هوايي او ځمکني ډګرونه امریکا ته په واک کې ورکړي وو څو د افغانستان پر ضد وکارول شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر، مولانا فضل الرحمن وايي: (پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ په شل کلنه جګړه کې د امریکا ملاتړ کاوه. خپل هوايي ډګرونه، فضا او نورې اسانتیاوې یې امریکا ته په واک کې ورکړې وې، چې امریکا له همدې لارې پر اسلامي امارت او افغان طالبانو هوايي بریدونه کول.)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې افغانستان ته د خپل تېر کال سفر ته په نغوتې وايي چې په دغه سفر کې یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سرحدونو، د ټي ټي پي، سوداګرۍ او په پاکستان کې د افغان کډوالو د مسایلو په تړاو ښه پرمختګونه درلودل، خو دا پرمختګونه د پاکستان د حکومت له لوري له پامه وغورځول شول.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر زیاته کړه: (موږ د اسلامي امارت له چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان، سرحدونو، سوداګرۍ او په پاکستان کې د افغان کډوالو په ګډون پر ټولو مسایلو خبرې وکړې او یوې هوکړې ته ورسېدو. خو د پاکستان په حکومت کې ځینې عناصر له سرپرست حکومت سره د اړیکو ښه کولو ته لېوالتیا نه لري.)

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان جمعیت علمای اسلام رهبر د کابل پر وړاندې د اسلام اباد پر چلند نیوکه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د ورتګ په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړې وه.

د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا په دې اړه و ویل: «مولانا فضل الرحمان د پاکستان په سیاست او د حکومت په تګلارو کې کوم ځانګړی ځای نه لري. د مولانا فضل الرحمان دغه څرګندونې په بشپړ ډول تاکتیکي دي.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر د ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومې په ۱۸ نېټه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په پاکستان کې د افغان کډوالود وضعیت، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو د حل او ټي ټي پي په تړاو خبرې کړې وې.

هغه افغانستان ته د تېر کال سفر په اړه وايي، سرپرست حکومت د ټي ټي پي، سوداګرۍ او په پاکستان کې د افغان کډوالو د مسایلو په تړاو ښه پرمختګونه درلودل خو پاکستان له پامه وغورځول

شریک یي کړئ