د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یو پلاوي په ملتیا غزني ولایت ته سفر کړی.
د رییس الوزرا سياسي مرستيال په غزني کې د قومي مشرانو او مخورو په دې غونډه کې وایي چې اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره په اقتصادي اوسياسي برخو کې هلې ځلې کوي.
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر ویلي: اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي برخه کې لګیا دی، کار کوي. تاسې ولیدل چې په تېرو شلو کلونو کې اسلامي امارت د ولس په همکارۍ په جهادي او نظامي ډګر کې خدای کامیاب کړل همداسې اوس په سیاسي او اقتصادي برخه کې ډېر په کامیابۍ پر مخ روان دی.
مولوي عبدالکبیر غزني ته د سفر په لړ کې له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه هم لیدنه وکړه.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې لمخې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د دغې کتنې پر مهال د اسلامي امارت له دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د شري نظام ټینګښت او ملت ته خدمت خپلې اساسي موخې وټاکي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: اسلامي امارت چې څومره د ابادۍ پر لور ګام اخلي او په ټولنه کې د وزګارتیا کچه راکموي، همدومره یې نړۍواله ټولنه په تړاو خپل نظر بدلوي. تعامل زیاتوي او په پای کې یې په رسمیت پیژني.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، معین ګل څمکنی هم وايي: دا چې مولوي عبدالکبیر تل کوشش کړی چې د نړۍوالې ټولنې پام سیاسي او اقتصادي پرمختګ ته را واړوي، دا ښه خبره ده. خو بله خبره دا ده چې که کوم هېواد په رسمیت نه وي پیژندل شوی موږ له نړۍ سره څه ډول چې ښيي هغسې تعامل نشو کولای.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بامیان د اوسیدونکو د ستونزو د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی وو.