Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاپ ۲۹ په څنډه کې د اسلامي امارت د پلاوي کتنې او پر مرستو ټینګار

د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د دغې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي ټکنالوژیو د مرکز او شبکې، د زرغون اقلیم صندوق، د نړۍوالو چاپېریالي اسانتیاو صندوق، د بریټانیا بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا وزارت له مسوولینو او بنګلدېش او قطر له پلاویو سره کتلي دي. 

د چاپېریال ساتنې ملي  ادارې د خبرپاڼې لمخې، د اسلامي امارت پلاوي د ملګرو ملتونو د اقلیمي ټکنالوژۍ له مرکز او شبکې سره کتنه کې ویلي، افغانستان له اقلیم سره د مطابقت لرونکو ټکنالوژیو پېژندلو او لېږد ته اړتیا لري. 

مطیع الحق خالص دغه کتنه کې له افغانستان سره په تخنیکي او مالي برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده. 

نوموړي د شنه اقلیم صندوق له استازو سره بیا افغانستان کې د دغه صندوق پر درول شویو پروژو خبرې کړي او له دغه صندوق یې غوښتي چې، افغانستان کې پر خپلو درول شویو پروژو بیا کار پیل کړي. 

کاپ ۲۹ کې د اسلامي امارت پلاوي د بریټانیا بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا وزارت له استازو سره کتنه کې د چاپېریالي پروژو پر بیا پیل، اقلیمي بدلونونو پر ناوړه اغېزو او دغه برخه کې د مرستو پر نه سیاسي کېدو خبرې کړې دي. 

دغه پلاوي د نړۍوالو چاپېریالي اسانتیاو صندوق له مسوولینو سره هم کتلي او له دوی یې غوښتي څو د اقلیمي بدلونونو پر برخه کې د افغانستان وړاندیز شوې پروژې تایید کړي. 

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: « د لیدنې په لړ کې د افغانستان د وړاندیز شویو او روانو چاپېریالي پروژو په اړه خبرې وشوې او د نړۍوالو چاپېریالي اسانتیاو صندوق (GEF) له مسوولینو غوښتنه وشوه چې د افغانستان وړانديز شوې چاپېریالي پروژې تایید کړي.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې سرپرست او مل پلاوي د قطر د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو له وزیر عبدالله بن عبدالعزیز سره د لړم په ۳۰ مه کتلي او غوښتنه یې کړې چې، له افغانستان سره دې د چاپېریال ساتنې په برخه کې تخنیکي همکارۍ او د وړتیا لوړونې پروګرامونو په برخه کې مرستې وکړي. 

د قطر د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو وزیر هم ویلي، دغه هېواد به د ۲۰۲۵ - ۲۰۳۰ کلونو د پلان لمخې، د شنو کوریزو ګازونو په خپرېدو کې ۲۵ سلنې کمښت راولي. 

د اسلامي  امارت پلاوي د بنګلدېش له پلاوي سره کتنه کې د سویلي اسیا د همکارۍ پروګرام، د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د سویلي اسیا ټولنې (سارک) او د سویلي اسیا د وحشي ژویو د اجرایوي شبکې تر چتر لاندې پر ګډو سیمه ییزو همکاریو ټینګار کړی دی.
 
د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه (کاپ ۲۹) د دغه سازمان د ۱۹۸ غړو هېوادونو د استازو، د ځینو هېوادونو د مشرانو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو د دوو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، مدني ټولنو او د رسنیو د استازو په ګډون د روانې زېږیزې میاشتې په ۱۱مه د اذربایجان په باکو ښار کې پیل او ټاکل شوې نن پایته ورسیږي. 

شریک یي کړئ