د بغلان د نهرین ولسوالۍ اړوند د شهر کهنه سیمه کې په یوه جومات کې تېر شپه د ماسښتن لمانځه ادینې پر مهال د ناپېژاندو کسانو له لوري ورباندې ډزې وشوې.
که څه هم سیمهییزې سرچنې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ تنه ګڼي خو د بغلان امنیه قومندانۍ وايي دې پېښې کې وژل شوي کسان لس تنه ملکي وګړي دي، چې د عبادت په موخه راغلي وو.
د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند، شېر احمد برهاني وايي: تېره شپه د نهرین ولسوالۍ د شهر کهنه سیمه کې ناپیژاندو کسانو پر خلکو برید کړی چې په دغه برید کې د نهرین ولسوالۍ لس کسان چې د ذکر په حالت کې و، وژل شوي دي. د یادونې ده چې دغه کسان د شپې لخوا خانقا ته راتلل او د ورځې یې خپل روزګار کاوه.
ورته مهال د بغلان ځینې اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د هېوادوالو امنیت ټینګښت برخه کې هڅې وکړي او د دې پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
د بغلان اوسېدونکی، زاهدالله په دې اړه وايي: تېره شپه چې په نهرین ولسوالۍ کې کوم کسان وژل شوي دي. موږ له مشرتابه دا غوښتنه کوو چې عاملین محکمې ته وسپاري.
د بغلان یو بل اوسېدونکی، عبدالواسع ځدراڼ هم و ویل: موږ د اسلامي امارت له مشرانو او امنیتي مسوولینو غواړو لکه څنګه چې یې پخوا کسان نیول او ژر تر ژره یې محکمې ته سپارل، هماغسې وکړي.
تر دې مهاله کوم شخص یا کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.