د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې وايي، تېره اونۍ افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو په کچه کې ۳ سلنې او له هېواده د تلونکو کسانو په کچه کې ۸ سلنې کمښت راغلی دی.
د دغه سازمان د راپور لمخې، تېره اونۍ ۷۶ زره او ۵۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي او ۵۳ زره ۵۶ کسان بیا له هېواده بهر تللي دي.
راپور کې راغلي: « افغانستان ته د راستنېدونکو او بهر ته د تلونکو شمېر د تېرې اونۍ پرتله یو څه کم شوی دی. په دې اونۍ کې د راستنو شویو ټولټال شمېر ۷۶ زره او ۵۵۸ تنه و، چې درې سلنې کموالی ښيي، په داسې حال کې چې بهر ته د تللو کسانو ټولټال شمېر ۵۳ زره او ۵۶ تنه و، چې اته سلنې کموالی ښیي.»
د کډوالو د حقونو فعالان په افغانستان کې د کډوالۍ ناورین د مدیریت لپاره د امنیت پر ټينګښت، د اقتصادي وضعیت پر ښه کولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د هوکړو پر لاسلیک ټینګار کوي.
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي طلوعنیوز و ویل: « افغانستان باید د اقتصادي وضعیت ښه کولو، امنیت ټینګښت او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نړۍوالو او ډیپلوماټیکو هوکړو د لاسلیک له لارې د کډوالۍ ناورین مهار کړي چې دا موضوع سیمه کې پر ثبات اغېز کوي.»
د کډوالو د حقونو بل فعال، محمد خان محمدزي و ویل: « د کډوالو چارو وزارت شته او د کار او ټولنیزو چارو وزارت شته چې کولای شي نورو هېوادونو ته د کډوالۍ مخنیوي لپاره هېواد کې زېربناوې برابرې کړي.»
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په تېره یوه میاشت کې له ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
تېر یو نیم کال کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی دی چې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالوماتو لمخې، له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو کې د تېر زېږیز کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی راغلی دی.