Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سهیل شاهین د افغانستان د څوکۍ په تړاو د م.م سازمان پر نوې پرېکړې نیوکه کړې

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین، په ملګرو ملتونو سازمان کې د اسلامي امارت استازي ته، د افغانستان د څوکۍ نه‌سپارل سیاسي کړنه او د افغانستان د خلکو په حق کې بې انصافي بللې ده.

ښاغلي شاهین یوځل بیا ویلي چې، د ملګرو ملتونو سازمان دغه پرېکړه د منلو وړ نه‌ده.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په دې هکله زیاتوي:«دا د افغانستان د ۴۰ مېلیوني ولس پر وړاندې، د دې کمېټې بې تفاوتي او څرګنده بې‌انصافي او جفا ښيي. موږ تل د داسې پرېکړو پر وړاندې خپل د مخالفت غږ پورته کړی او پورته کوو یې.»

د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په تړاو د سرپرست حکومت غوښتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اعتبارلیکونو د ارزونې کمېټې د نومبر پر۲۰مه د څلورم ځل لپاره رد کړه او د اوسني وضعیت پر دوام یې هوکړه شوې ده.

دا غوښتنه په داسې حال کې ردیږي چې، پر هېواد  د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې درې کاله تېرېږي او د بشري حقونو مسایل او د ښځو زده‌کړې هغه مهم موضوعات دي چې، د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې تر منځ ناحل شوي پاتې دي.
 
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج د افغانستان د څوکۍ په هکله وویل:«هغه مشروع شرطونه چې، ملګرو ملتونو وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د بشري حقونو، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار، د اساسي قانون او په حکومت کې، له طالبانو پرته نورو کسانو ته د ونډې ورکولو په برخو کې، دا مسایل باید په پام کې ونیول شي چې، د قانون له لارې، د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو اصولو پر بنسټ، دغه څوکۍ او د رایې حق د افغانستان ملت او اسلامي امارت ته ورکړل شي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان د ملګرو ملتونو د حق العضویت د نه ورکولو له درکه د دغه سازمان ۸۰۰ زره ډالره پوروړی دی او له همدې امله یې د رایې ورکولو حق هم ځنډېدلی دی.
 
د ا.ا استازي ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو په تړاو د سرپرست حکومت غوښتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اعتبارلیکونو د ارزونې کمېټې د نومبر پر۲۰مه د څلورم ځل لپاره رد کړه

شریک یي کړئ