د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر له دندې ګوښه کړی او عليرضا بیګدلي یې د ایران د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د ایران د سفارت نوي معرفي شوي سرپرست تر دې وړاندې په اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
ارنا خبري اژانس په دې هکله لیکلي:«عليرضا بیګدلي په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر په توګه وټاکل شو. د بهرنیو چارو وزیر په یوه حکم کې عليرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د سرپرست په توګه معرفي کړ.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج د چارواکو د ادلون بدلون په هکله طلوعنیوز ته وویل:«د نړۍ د هېوادونو د وزارتونو او ادارو له لوري د یوه مامور ادلون او بدلون یو معمولي کار دی او کهچېرې ایران خپل ډپيلوماتان بدلوي، په دې معنا نهدي چې، سفارت به سقوط وکړي. هغوی خپل معیارونه لری چې، اغېزمنتیا په پام کې نیسي.»
د ایران د رسنیو په راپورونو کې دغهراز راغلي چې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي پست لغوه شوی او دا مسوولیت به د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې، د حسن کاظمي قمي مأموریت د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په ښهوالي کې څومره اغېزناک و.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه نجیبالرحمن شمال په ځواب کې وايي:«له ښه سیاسي او ډپيلوماټیکو وړتیاوو او تجربو له لرلو سره، توانېدلی چې، د ایران اسلامي جمهوریت او افغانستان د اړیکو په پراختیا کې ښه رول ولوبوي.»
ورته مهال، اسلامي امارت تراوسه، په افغانستان کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه د عليرضا بیګدلي د ګومارل کېدو په تړاو څه نهدي ویلي.