Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلواکې ارزونې هېڅ پرمختګ نه‌دی لرلی

اسلامي امارت وايي چې، د افغانستان د وضعیت په تړاو د خپلواکې ارزونې له چمتووالي د یوه کال په تېرېدو، د هغه د پلي کېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وایي، سره له دې چې، له افغانستان سره د همکارۍ لپاره بېلابېلې غونډې جوړې شوې دي؛ خو د نوموړي په باور له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو په برخه کې وخت ضایع شوی دی.  

تېر کال همدا مهال طلوع‌نیوز ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي لخوا په افغانستان کې د خپلواکې ارزونې یوه نسخه په لاس ورغله. په دې ارزونه کې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو لپاره لار نقشه جوړه شوې وه.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وايي:«د لارې هغه نقشه اټکل کېږي چې، بریالۍ شي؛ خو د یوه کال په تېرېدو لیدل کېږي چې، ډېر پرمختګ نه‌دی شوی. که‌څه هم بېلابېلې غونډې وشوې، او هیله کېده چې، له بېلابېلو برخو ملاتړ وشي او همدارنګه افغانستان دیوه داسې هېواد په توګه چې، د ملګرو ملتونو او هېوادونو غړی وي، باید مطرح شي او د دې لپاره کار وشي؛ خو اوس لیدل کېږي چې، وخت ضایع شوی دی.»

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې، ځینې هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په لار کې خنډونه جوړوي. ښاغلی مجاهد لوېدیځ هېوادونه په تېره بیا هغه هېوادونه چې، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې حضور درلود، د افغانستان پر وړاندې په کینه پالنې تورنوي.

د اسلامي امارت ویاند وایي په افغانستان کې لار نقشه هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې، اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وشي.  

ښاغلي مجاهد وویل:«د افغانستان د خلکو غوښتنې، د افغانستان نظام او حکومت په پام کې ونیول شي. که‌چېرې غوښتنې په پام کې ونه‌نیول شي، غونډې به اغېزې ونه‌لري، د افغانستان د ډپيلوماټیکو پرمختګونو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کول او یا لاهم د فشار راوړلو او تحریم سیاستونو دوام، کومه پایله نه‌لري او ناکامه تجربې دي.» 
  
د سیاسی چارو شنونکی سلیم پیگیر هم څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان دنده ده چې، دا ډول پروګرامونه عملي کړي، نه دا چې، د کاغذ پر مخ پاتې شي. نو هر څومره چې، کولای شي باید ژر ترژره دغه پروګرامونه عملي کړي چې، د افغانستان خلک له دغه بد اقتصادي وضعیته وژغورل شي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل چې، د افغانستان د وضعیت په تړاو یوه خپلواکه ارزونه ترسره کړي چې، له دې غوښتنې وروسته، سرمنشي فریدون سینیریلي اوغلو د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وګوماره.

ښاغلي اوغلو افغانستان او د سیمې هېوادونو ته له اووه میاشتني سفر وروسته، د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلواکه ارزونه برابره کړه. په دې ارزونه کې یې د افغانسان د سرپرست حکومت د تعاملاتو د جوړېدو، نړۍوالو کنوانسیونونو ته د اسلامي امارت د ژمنتیا، د افغانانو ترمنځ د خبرو، د ټولګډوني حکومت د جوړېدو، امنیتي همکاریو او نورو مسایلو یادونه شوې وه.

تېر کال همدا مهال طلوع‌نیوز ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي لخوا په افغانستان کې د خپلواکې ارزونې یوه نسخه په لاس ورغله.

شریک یي کړئ