Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له روسیې سره ۱۷۴ میلیون ډالري راکړه ورکړه شوې

د روان کال له پېل راهیسې له روسیې سر د ۱۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له دې منځه ۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالر صادرات شوي، چې مهم توکي یې ممیز، معدني ډبرې، وچ انځر او پیاز دي.

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د صادراتو د زیاتولو او د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې شوې دي، خو لا هم د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ انډول برابر نه دی.
  
روسیه له هغو هېوادونو ده چې هر کال ترې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات ترسره کېږي، خو د وارداتو پرتله صادرات ډېر کم دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: «د صادراتو اصلي توکي اکثره ممیز، قیمتي ډبرې، د میوې جوس، بادرنګ، تالک ډبره، غیرالکولي مشروبات، اینځر او پیاز دي، او د وارداتو توکي بیا اغلباً اغزن لرګي، غنم اوبه او بېلابېلو ډولونو تېلو او ګاز دي.»   

اخوا، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې وویل چې مسکو غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې اړیکې پراخې کړي.  

په دغه کتنه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې ډېر ژر به د روسیې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د اسلامي امارت له چارواکو سره د ډېرو برخو د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.  

 د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، حافظ ضیاء احمد تکل په دې اړه وايي: «هغه و ویل، ډېر ژر به د خپل هېواد یوه جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د اسلامي امارت چارواکي به بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه په لوړه کچه خبرې وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې له روسیې سره د تېلو، ګازو او غنمو د وارداتو په برخو کې ځینې تړونونه شوي، چې اړتیا ده دا تړونونه عملي شي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی هم وايي: «روسیه زموږ لپاره په اقتصادي لحاظ ډېر ارزښت لري، په داسې حال کې چې موږ په ناورین کې یو او له نړۍ لرې پاتې یو. څومره چې له روسیې سره اړیکې پیاوړې شي، زموږ په ګټه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، روسیه له هغو هېوادونو ده چې له افغانستان سره یې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې زیاتې کړې دي او د اسلامي امارت چارواکي هم په روسیه کې په اقتصادي غونډو کې حضور لرلی دی.

شریک یي کړئ