په تېره یوه میاشت کې یو سل او ۴۴ زره بریښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، دغه پیژندپاڼې د ۷۹ مرکزونو او اسان خدمت سایټونو له ادرسه په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې توزېع شوي دي.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع په دې اړه وايي: «په ټولو مرکزونو او سایټونو کې ۱۴۴ زره هېوادوالو ته پېژندپاڼې ویشل شوي، زموږ د معلوماتو لمخې تر ټولو زیاتې پېژندپاڼې دلته کابل کې ویشل شوي چې شمېر یې ۴۳ زرو ته رسېږي. موږ دمګرۍ د هېواد په کچه ۷۹ فعالې څانګې لرو. خوشبختانه یو مرکز له هېواده بهر هم لرو چې په متحده عربي اماراتو کې دی.»
بل پلو، د کابل یو شمېر اوسېدونکي سره له دې چې د هېواد په کچه د برېښنایي تذکرو په اخیستو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل ستایي، خو غوښتنه یې دا ده چې دغه اسانتیاوې دې نورې هم زیاتې شي.
د کابل اوسېدونکی، سلیمان وايي: «د هېواد هر وګړی باید الکټرونیکي تذکره ولري. ځکه دا د یوه انسان د خپل هویت څرګندونه کوي. په دې کې باید اسانتیاوې زیاتې شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، توفیق الله هم وايي: «له حکومت او د احصایې له ملي ادارې مو غوښتنه دا ده چې مراکز زیات کړي، څو خلک په اسانۍ خپلې تذکرې ترلاسه کړي.»
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولان دغه راز زیاتوي، چې دغه اداره ژمنه ده، چې هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمات وړاندې کړي او په همدې موخه یې په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پراخ کړي دي، څو د دغو سیمو اوسیدونکي وکړای شي په اسانۍ سره برېښنایي تذکرې واخلي.