په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې، د تېرو درې کلونو په لړ کې د افغانستان د رسنیو وضعیت څېړلی دی.
یوناما په دغه راپور کې چې، په ټولیزه توګه څلور برخې چې، اطلاعاتو ته لاسرسی، د رسنیو د فعالیت درول، محدودیتونه او په رسنیو کې د ښځو وضعیت پهکې شاملېږي، ویلي چې، د روښانه کارکړنو نشتوالی او خپلسرې نیونې او بندي کونې د بیان پر ازادۍ منفي اغېزې کړې دي.
د یوناما د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰ مې پورې د یوناما د بشر حقونو څانګې د بشري حقونو د سرغړونو قضیې مستند کړي چې، ۳۳۶ ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي یې اغېزمن کړي چې، په دغو مواردو کې د خپلسرو نیونو ۲۵۶ پېښې د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښلو او وېرولو ۷۵ پېښې شاملې دي.»
خبریال ذبیحالله شریفي وايي:«د اطلاعرسونې لپاره اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی ډېر مهم دی. له حکومته، د خبریالانو او د رسنیو د ټولنې غوښتنه دا ده چې، په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخې هېڅ ډول محدودیت ونهلګول شي.»
د یوناما په راپور کې دغهراز راغلي چې، د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې ۵۴۳ رسنیو د څه باندې ۱۰ زره کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کاوه؛ خو د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې کابو ۴۳٪ رسنۍ له فعالیته پاتې شوې او د رسنیو د کارکوونکو شمېر ۴۳۶۰ ته راښکته شو او دغهراز د رسنیو ۸۴٪ ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه راپور په ردلوو سره وایي چې، دغه وزارت د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او په تېرو درې کلونو کې هېڅ خبریال د خپل رسنیز فعالیت له امله نهدی نیول شوی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیر غفران په دې هکله وویل:«دغو ادرسونو د دې هڅه کړې، حتا هغه پېښې چې، د خبریالۍ له برخې بیرون دي، خبریالانو پورې اړوند شوي او په بېلابېلو پېښو کې امنیت مسایل لرلي دي هم خبریالۍ پورې اړوند کړي دي. په داسې حال کې چې، داسې څه شتون نهلري او هېڅ خبریال، د خبریال په توګه نیول شوی نه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیو اړوند نور قوانین توشیح شوي نهدي.