د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د مخه ښې په کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیمهییزو تحولاتو په تړاو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په دې کتنه کې د حسن کاظمي قمي د ماموریت پر مهال د هغه هڅې ستایلې دي.
ښاغلي متقي دغهراز ټینګار کړی چې، اسلامي امارت چمتو دی د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل په دې هکله وايي:«د بهرنیو چارو وزیر وویل، د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې، د ایران اسلامي جمهوریت له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا کار وکړي.»
حسن کاظمي قمي د ۱۴۰۱ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۶مه د بهادر امینیان پر ځای په کابل کې د ایران د سفیر په توګه وګومارل شو.
په کابل کې د څه باندې ۱۰ هېوادونو د استازو او سفیرانو له حضور سره د افغانستان د سیمهییزو همکاریو د نوښت په نوم د غونډې د جوړولو همغږي او په تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمهییز تماس د ډلې د دویمې غونډې جوړول د ښاغلي قمي له مهمو فعالیتونه بلل کېږي.
دغه ایراني ډیپلومات تېره ورځ هم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سیمهییز تماس ډلې د نوښت د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی و.
د سیاسي چارو شنونکی محمد عمر نهضت وايي:«په هغو خبرو اترو کې چې، ګډون یې درلود کوښښ یې وکړ چې، د اسلامي امارت او ایران ترمنځ ډېر تعامل رامنځته کړي؛ خو له بلې خوا ونهتوانېد چې، په ایران کې د افغان کډوالو لپاره رامنځته شوې ننګونې حل کړي.»
پخواني ډيپلوماټ عزیز معارج هم وویل:«د افغانستان په مسایلو کې یې ژور پېژاند درلود او د افغانستان له خلکو سره یې نږدې مطالعات او اړیکې ټينګې کړې وې. له همدې امله یو بریالی ډپيلومات و او د اړیکو په پراختیا کې یې ډېر خدمتونه کړي دي.»
دوه ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسن کاظمي قمي له دندې لرې کړ او علي رضا بیګدلي یې په کابل کې د ایران د نوي سفیر په توګه وګوماره.