Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوهنې وزارت اته میلیونه درسي کتابونه چاپوي

د پوهنې وزارت مسوولان د دې ستونزې د هواري په موخه اته میلیونه کتابونو د چاپ خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت سرپرست د خوست له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د عصري زده کړو پراختیا ته ژمنتیا لري.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، ځینې ډلې منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د اسلامي امارت مسوولان د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کوي.

 حبیب الله آغا زیاته کړې چې هڅه کوي څو په هېواد کې متوازنه پوهه پراخ کړي د نوموړی د نصاب د بدلېدو خبره هم کوي.

هغه زیاته کړه: دا د دښمن تبلیغات دي او د دښمن پر تبلیغاتو غوږ مه نیسئ. مه یې اورئ. تاسې یې خپله په سترګو وینئ موږ څنګه عصري علومو ته توجه نه کوو. عصري علوم زموږ د ژوند اړتیا ده.

له دې سره هممهاله، یو شمېر ښوونکي وایي چې د پوهنې د نصاب د پیاوړتیا لپاره باید د دیني او عصري علومو په نوملړ کې ځينې مضامین زیات شي.

ښوونکی، همایون پژمان په دې اړه وايي: له څرنګه چې دیني مضامین زیات شوي، همدا راز ساینسي مضامین لکه بیالوژي او دا نور هم زیات شوي چې موږ په دغو دوو برخو خوشاله یو او ملاتړ یې کوو.

یو بل ښوونکی، محمد نعیم ساجد هم وايي: که حکومت پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت ته پاملرنه وکړي. له بیلابیلو برخو سره یې همکاري وکړي نو دا به په دې مانا شي چې افغانستان به د ژوند په ټولو برخو کې پر ځان بسیا شي.  

تر دې مخکې د دولتي ښوونځيو ځینو زده کوونکو د درسي کتابونو له کمښته شکایت درلود.

شریک یي کړئ