Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه هېواد ته د ۱۰۰ افغان کډوالو جنازې رالېږدول شوي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولان وايي چې، په تېرو دوو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو نږدې ۱۰۰ جنازې دغه ولایت ته رالېږدول شوې دي.

د دغو مسوولانو په وینا، طبیعي مرګ، د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ډزې او ترافیکي پېښې د دغو افغان کډوالو د مړینې لاملونه بلل کېږي.

د نیمروز د والي مرستیال سید سلیما اغا بهیر په دې هکله وايي:«کابو په دوو میاشتو کې به تر ۱۰۰ جنازې موږ ته راغلي دي. کله په ورځ کې یوه، درې او کله هم پنځه جنازې وي. داسې ویلی شو چې په دوو میاشتو کې ۹۰ تر ۱۰۰ جنازې راځي چې، عوامل یې بېلابېل دي چې، ډېر لږ یې په طبعي مرک وي او ډېر یې اعدام او یا په مرزي سیمو باندې د سرحدي ځواکونو لخوا ویشتل شوي وي.»

ورته مهال، د دغو کډوالو ځينې خپلوان د سرپرست حکومت له مسوولانو پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو د ناوړه چلند او ډزو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د لغمان ولایت د اوسېدونکي  د ۲۲ کلن احمد جسد چې، د کار لپاره په ناقانونه بڼه ایران ته سفر کاوه، د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د احمد له خپلوانو سید اغا وايي:«درې ماشومان لري درې واړه نجونې دي او ایران ته له مجبورۍ ځي، اړ دی چې، خپلو بچیانو ته یوه نمړۍ نفقه پیدا کړي.»

د احمد له خپلوانو بهیر هم څرګندوي:«احمد د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره په ناقانونه لار ایران ته ولاړ؛ خو ایراني پوله‌ساتو ځواکونو پرې ډزې وکړې او ژوند یې بایلود. له سرپرست حکومته غواړي چې، د ایران له حکومتي چارواکو سره په خبرو کې د دغو پېښو مخه ونیسي.»

د نیمروز د سیمه‌ییزو مسوولینو د شمېرو پر بنسټ په ورځني ډول پنځه جنازې له ایرانه د نیمروز ولایت ته رالېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې، د ایران له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له چټکېدو سره لاهم په ورځني ډول سلګونه هېوادوال د کار نشتوالي او وزګارۍ له امله په ناقانونه لارو ایران ته سفر کوي.

شریک یي کړئ