د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ معین چې، ترکیې ته تللی، ټاکل شوې د رېلي کرښو د نړۍوالې ټولنې په ۳۴ مې سیمهییزې غونډه کې ګډون وکړي.
په دغې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوی به په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، تر کار لاندې د رېل پټلۍ د پروژو ، سیمهییزو کرښو د نښلولو، پرمختګونو او په افغانستان کې د رېل پټلۍ شبکې د راتلونکي پروګرام په اړه وینا وکړي.
دغه غونډه د رېلي او ټرانسپورټي فعالیتونو د ښهوالي، د پانګونې د جلب او د هېوادونو د وروستیو لاستهراوړنو په موخه جوړېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په دې هکله وايي:«د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ معین په دغې غونډه کې، د فعالیتونو، لاستهراوړونو، په افغانستان کې تر کار لاندې رېلي پروژې، د سیمهییزو کرښو د نښلون، پرمختګونو او په راتلونکي کې افغانستان کې د رېل پټلۍ د شبکو په تړاو به وینا وکړي.»
د رېل پټلۍ نړۍواله ټولنه یا «یو ای سي» د رېل پټلۍ د پیاوړتیا او رېلي لېږد رالیږد د پراختیا په برخه کې یوه نړۍواله مسلکي ټولنه ده چې، افغانستان یې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا د رېل پټلۍ د نړۍوالې ټولنې په ۳۴مې سیمهییزې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د رېل پټلۍ د جوړېدو او پراختیا په برخه کې د پانګونې په جلب کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی په دې هکله وايي:«له افغانستان سره د سیمې رېل پټلۍ واقعاً چې، یو ښه فرصت دی؛ په دې هکله خبرې کېږي او سیمې ته بلنه ورکول کېږي او موږ له هغو هېوادونو سره چې، وصل یو هغوی تجربه او امکانات لري.»
دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ هم د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال په ایران کې د دغه هېواد له چارواکو سره د رېلي بنسټونو د جوړولو، پراختیا او د رېل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد د زیاتوالي په تړاو خبرې کړې وې.