Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د څېړۍ لرګیو د بیې پر لوړېدو د کابل مېشتو نیوکه

د کابل ځينې اوسېدونکي، په پلازمېنه کې، په بې‌ساري توګه د څېړۍ (بلوط) لرګیو د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي.

دوی وايي چې، تېر کال یې یو خروار د څېړۍ لرګي په ۹ زره افغانۍ پېرل؛ خو سږکال دغه بیه نږدې ۱۴ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

د پلازمېنې اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې، د لرګیو د بیې کموالي ته پاملرنه وکړي.

کابل مېشتی عبدالله وايي:«حکومت باید د لرګیو د بیې د کموالي په برخه کې همکاري وکړي او له اطراف څخه د لرګیو د لېږد لپاره زمینه برابره کړي او محصول یې هم کړي چې، خلک لرګي وپېرلی شي.»

سره له دې چې، د سرپرست حکومت مسوولان د لرګیو د بیو د لوړېدو په اړه څه نه‌وایي؛ خو د لرګیو ځینې سوداګر وایي چې، د ځېړۍ لرګیو د بیې لوړېدو اصلي لامل د دغو لرګیو د لېږد لارو بندېدل دي.

دوی وایي چې، دم‌ګړۍ د لرګیو د پلورو بازارونه د بېلابېلو میوو د پرې شویو ونو له لرګیو ډک شوي دي.

د لرګیو پلورونکی محمد فرید وايي:«اسلامي امارت د لرګیو لېږد بند کړی، غوره ده چې، لرګي راوړل شي او استفاده شي.»

بلخوا په پکتیا ولایت، هغه ولایت چې، پراخ طبیعي ځنګلونه لري. د یاد ولایت د لرګيو پلورونکو په وینا د دغه ولایت د لرګیو په بازار کې، د یوه خروار لرګيو بیه ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍده.

پکتیا د لرګیو پلورونکی  رحیم خان په دې هکله وايي:«تېر کال ښه لرګي خروار ۷ تر ۷ زره او ۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل؛ خو سږکال ۱۰ تر ۱۱ زرو افغانیو پلورل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اقتصادي ستونزو له یوې خوا او د ژمي په موسم کې، په بې‌سارې توګه د لرګیو د بیې  لوړېدو له بلې خوا هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 
شریک یي کړئ