د کرنې وزارت وايي، هېواد کې د املوکو بڼوڼو جوړولو ته د بڼوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د دغه وزارت د شمېرو لمخې، دا مهال د هېواد شپاړس ولایتونو کې پر ۱۳۲۸ هکټاره ځمکه د املوکو بڼوڼه جوړ شوي چې په کلني ډول ترې له دولس زره او ۳۰۰ مټریک ټنه زیات املوک ترلاسه کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: « املوک هېواد کې له هغوو مېوو دي چې تازه دود شوي دي او بڼوال د املوکو بڼوڼو له جوړولو سره لېوالتیا لري، د کرنې وزارت په برکت یې بڼوڼه او حاصلات ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، په ۱۶ ولایتونو کې پر ۱۳۲۸ هکټاره ځمکه د املوکو بڼوڼه شته چې په کلني ډول ترې له ۳۰۰ مټریک ټنه زیات حاصل ترلاسه کېږي.»
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي سلاکار، سید حفیظ الله و ویل: « مجموعي زه تاسو ته وایم، کونړ کې سږکال زموږ اټکل دا دی چې ۵۲۰۰ ټنه موږ حاصل لرو چې اوس موږ مارکیټ ته وړاندې کړي دي.»
سږ کال د املوکو په حاصلاتو کې زیاتوالي ته بڼوال هم خوښ دي.
صدیق الله چې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ کې پر خپله یو جریب ځمکه د املوکو بڼ جوړ کړی وايي، د تېر پرتله یې د املوکو حاصلات زیات شوي دي.
نوموړی د املوکو پلور بازار ته ځکه خوشحاله دی چې له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
صدیق الله د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « ۸۴ بوټو پروسږ کال اوولس سوه کاټنه کړي وو، سږکال شاوخوا دوه نیم زره کاټنه کوي، د یوه کاټن بیه ۴۵۰ افغانۍ ده، بازار ښه دی.»
کونړ کې بڼوال، حضرت ولي و ویل: « راتلونکي کې غواړو زموږ د باغونو مېوو لپاره د مارکیټ په برخه کې کار وشي، سړې خونې ورته جوړې شي، ښې کیمیاوې سرې راکړل شي.»
بل بڼوال، اکرام الله و ویل: « د تېرو کلونو پرتله سږکال حاصلات ښه دي، موږ له حکومته غوښتنه لرو چې کال په کال مشورې راکړل شي.»
د کونړ سربېره نورو ولایتونو کې هم بڼوالو د املوکو بڼونه جوړ کړي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
دغه بڼوال د بڼوالۍ مهارتونو زده کړې، معیاري سړو خونو، کیمیاوي سرې او نباتي افتونو مخنیوي په پرخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
خوست کې بڼوال، صادق و ویل: « هوا ډېره ګرمه یا یخه وي، املوک پخېږي، تاسو دې ونو کې وینئ، ګرد چاپېره وینئ، هوا سړه شوې ده، سوړوالي نه پاخه شوي، که سړې خونې وي، خام وشکول شي، بیا په سړو خونو کې کېښودل شي، دوام کوي بازار یې ښه وي.»
لغمان کې بڼوال، عبادالله و ویل:« موږ خپله د املوکو یو جریب باغ لرو، د لغمان هوا د املوکو لپاره مناسبه ده، له حکومته مو هیله دا ده چې خلکو سره د املوکو بڼونو جوړولو کې مرسته وکړي.»
له کندزه یو بل بڼوال محمد الله و ویل: « له حکومته مو هیله دا ده چې په دې اړه له بڼوالو سره جدي همکاري وکړي، او درملو برخه کې که همکاري وکړي، مارکیټ ورته پیدا کړي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو لمخې، د املوکو ډېر حاصلات د کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، خوست، کندوز او بدخشان له بڼوڼو ترلاسه کېږي چې د مېوو بازار کې یې رنګارنګي هم رامنځته کړې ده.