Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه

د متحده عربي اماراتو د دولت رييس شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ابو ظبي کې د اسلامي امارت د سفیر بدرالدین حقاني اعتبار لیک ومانه.

د متحده عربي اماراتو دولت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په یادو مراسمو کې شیخ محمد بن زاید ال نهیان د اړیکو پر لا تقویت ټینګار کړی دی.

د متحده عربي امارتو د دولت د خبرپاڼې یوه برخه داسې وايي: (شیخ محمد بن زاید آل نهیان دوی ته ډاډ ورکړ چې د متحده عربي اماراتو چارواکي به د دوی د کار اسانه کولو او د دوی د ماموریتونو په سمه توګه ترسره کولو لپاره بشپړ ملاتړ وکړي. اعلیحضرت یو ځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ د ټولو په ګټه د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د متحده عربي اماراتو پر ژمنه ټینګار وکړ.)

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري هم وايي: که اسلامي امارت وکړای شي له متحده عربي اماراتو سره ښه همغږي رامنځته کړي دا به د اسلامي امارت لپاره غوره وي ځکه متحده عربي امارات کولای شي هم په لویدیځ او هم په ختیځ کې د اسلامي امارت لپاره یو ښه لابي کوونکی اوسي. 

بدرالدین حقاني په بیجینګ کې د اسلامي امارت له سفیر بلال کریمي او په تاشکند کې د اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر څخه وروسته د اسلامي امارت درېیم سفیر دی، چې باورلیک یې منل شوی دی.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، ادریس محمدی ځاځی په دې اړه داسې وايي: که اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره هم دغسې خپلې اقتصادي سیاسي اړیکې تنظیم کړي. زما په اند چې د نړۍ پر وړاندې د افغانستان کوم تصویر وړاندې شوی دی هغه به مثبت لور ته ولاړ شي. 

د سیاسي چارو شنونکی، واحد فقیري په دې اړه وايي: د طالبانو او متحده عربي اماراتو اړیکې له پخوا راهیسې ښې وې. اوس چې یې هلته د دوی سفیر منلی دی دا هم یو مهم ګام دی او طالبانو ته یو مثبت ټکی دی.

لامي امارت د چارواکو په وینا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سرپرست حکومت شاوخوا څلوېښت سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي.

که څه هم اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې له ځینو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره فعالې دیپلوماتیکې اړیکې درلودې، خو تر اوسه هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ