یوناما د نشه يي توکو پر وړانډې د مبارزې د کاري ډلې لومړنۍ غونډه جوړه کړه.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ځانګړو استازو له درېیمې ناستې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي یا یوناما د پنجشنبې په ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې د کاري ډلې پرانیستونکېغونډه وکړه.
د ملګرو ملتونو د معاونیت پلاوي ویلي، دا اقدام د افغانانو لپاره د مهمو مسایلو په اړه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د غوره تعامل لپاره د هڅو یوه برخه ده.
یوناما په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دغې کاري ډلې تشکیل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ۲۰۲۳ کال په خپلواکه ارزونه کې د وړاندې شویو وړاندیزونو پر بنسټ شوی دی.
د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه غونډه کې ویلي: (د یوې موضوعي کاري ډلې رامنځته کول د ملګروملتونو امنیت شورا ته په ۲۰۲۳ کال کې د خپلواک ارزونې وړاندیزونه تعقیبوي، ترڅو د افغانانو په ګټه له حقیقي افغان چارواکو سره د تعامل منسجم بهیر لا همغږی شي.)
یوناما د دغې غونډې د ګډونوالو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
روزا اوتونبایوا په دې غونډه کې ویلي، له نشه یي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه حیاتي مسله ده، چې پر کلیوالو ټولنو او دغه راز د سیمې پر سوله او ثبات اغېز کوي.
د سیاسي چارو شنونکي، هاشم الکوزي، په دې اړه ویلي: «هغه کمیسیون چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوی، باید د افغانستان له اسلامي نظام سره همغږي او توافق ولري، ترڅو نشه يي توکي له افغانستان او نورو ځایونو ورک شي.»
د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، سلیم پیگیر، بیا و ویل: «د نشه يي توکو ستونزه یوه نړۍواله ستونزه ده او باید په نړۍواله کچه حل شي. نړۍوالې ټولنې باید زموږ له کروندګرو سره په درېیو کلونو کې مرسته کړي وای، څو د دوی لپاره د کښت بدیل چمتو کړی وای.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وروستیو موندنو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو تولید په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰ سلنه زیات شوی، هغه موضوع چې اسلامي امارت يې بې بنسټه ګڼلې ده.