Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین: روسیه غواړي له اسلامي امارت سره پراخې اړیکې ولري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، مسکو غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې پراخې کړي.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې، پوتین د ټولیز امنیت د تړون سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، " موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لرو او دا اړیکې به نورې هم پراخې شي."

د نوموړي په باور، مسکو د افغانستان د وضعیت پر ښه کېدو سترګې نشي پټولی.

د روسیې ولسمشر د خبرو خبرو په دوام ویلي: « افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی خو موږ هیله من یو چې ورسره اړیکې ټینګې کړوږ»
ولایمیر پوتین دغه راز ټینګار کړی چې، د ټولیز امنیت د تړون سازمان د امنیتي مسایلو سربېره له سترو جنایي جرمونو او نشه یي توکو سره پر مبارزې هم تمرکز لري. 

د روسیې او افغانستان اړیکې ۲۰۲۱ زېږیز کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې نوې بڼه خپله کړې ده. 

که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوي خو د روسیې په ګډون ځینې هېوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل او اقتصادي او سیاسي اړیکو د جوړولو په هڅه کې دي.

شریک یي کړئ