د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې په لومړۍ ناسته کې ټينګار کړی چې د مخدره توکو موضوع د افغانستان له سیاسي ثبات، اقتصادي وضعیت او د بیخ بناوو له پراختیا سره مستقیم تړاو لري او یوازې پر دغو مسایلو په غور کولو او د یوې پراخې کړنلارې په خپلولو سره پاېښت لرونکې پایله ترلاسه کېدای شي.
حسن کاظمي قمي په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې ایران چمتو دی په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي.
حسن کاظمي قمي ویلي: « ایران به په افغانستان کې د سیمه ییزو طرحو او پروژو د پرمختګ په برخه کې فعال ګډون ولري او موږ همکارۍ ته چمتو یو.»
د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردګ و ویل: داسې یوه کمیټه چې دوی جوړه کړې دوی دا بحث هم راپورته کول غواړي چې بدیل معیشت رامنځته کړي او افغانانو ته د نشه يي توکو د بدیل زمینه هم برابره کړي. څو موږ وکړای شو د دغې سیمه ییزې او نړۍوالې پدیدې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړو.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې انلاین ناسته د دوحې د درېیمې غونډې د سپارښتنو په تعقیب ترسره شوه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو، ایران، روسیې، پاکستان، قطر او امریکا استازو ګډون کړی و.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو پر اړتیاوو د غور کولو لارې چارې و ارزول شوې او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې د فعالیت پر څرنګوالي بحث وشو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه: «د غونډې ګډونوالو د افغانستان د خلکو د ښه ژوند او پرمختګ د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د کار د پرمختګ لپاره د لار نقشې په تړاو بحث وکړ.»
د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري وايي: د دخیلو هېوادونو له لوري یوه لویه غونډه او اجتماع راجوړه شي. په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو له لوري مرسته وشي چې ښه وضعیت کې دي. نو هغوی دې په بېلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) پرون اعلان کړی و چې دا کاري ډله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شوې خپلواکې ارزونې پر بنسټ جوړه شوې ده.
یوناما د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارز د کاري ډلې لومړۍ ناسته د افغانستان د خلکو اړوندو اساسي مسایلو کې د اغېزناک تعامل لپاره یو مهم ګام بللی دی.