د چین بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي د ۹ ورځني سفر جزییات خپاره کړل.
د چین بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان، پاکستان او افغانستان ته د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د ۹ ورځني سفر په پای کې ویلي، چې نوموړي په دغه سفر کې د ګډو اندېښنو او علاقې وړ موضوعاتو په تړاو نظرونه تبادله کړي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، د چین ځانګړي استازي افغانستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د چین او د سرپرست حکومت ترمنځ د اړیکو او عملي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې ویلي: «یو شیاو یونګ افغانستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د چین او افغانستان د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو تړاو ژور بحثونه لرل.»
د نظامي چارو شنونکی، صادق شینواری په دې اړه وايي: چین نه یوازې دا چې له افغانستان سره مهمې سټراټيژيکې اړیکې غواړي، بلکې غواړي چې د دواړو هېوادونو ښې اړیکې وده وکړي. دواړه هېوادونه به په سیمه کې د مهمو سټراټيژیکو هېوادونو په توګه په راتلونکې کې په سیمه ییز کچه سټراټيژیک رول ولوبوي.
یو شیاو یونګ ترکمنستان او پاکستان ته هم په خپل سفر د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د افغانستان اړوند مسایل مطرح کړي دي.
اوس پوښتنه داده، چې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل لپاره د چین هڅې څومره اغېزناکې پرېوتلای شي؟
د سیاسي چارو شنونکی، محمد زلمی افغانیار و ویل: چین د هغو پنځو هېوادونو له ډلې دی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویتو حق لري. په تېرو درېیو کلونو کې یې له افغانستان سره ډېرې ښې اړیکې وې. هیله ده چې دغه اړیکې د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ د بحث اصلي موضوع و اوسي.
د سیاسي چارو شنونکی، نجیب شمال په دې اړه وايي: چین د سیمې او نړۍ د یو له مهمو هېوادونو دی او کولای شي له افغانستان سره د ښو اړیکو له پلوه د افغانستان لپاره ګټور تمام شي.
دا په داسې حال کې ده، چې چین او روسیه د افغانستان د سرپرست حکومت له نږدې متحدینو ګڼل کېږي او په وار وار یې د افغانستان له سولې او ټيکاوه خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.