د ټولګټو وزارت یوه پلاوي په ترکیې کې د وسپنې پټلۍ د نړۍوالې ټولنې په ۳۴مه سيمه ييزه غونډه ګډون وکړ.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ معین ویلي چې اسلامي امارت د سوداګریزو اړیکو د ساتنې لپاره د وسپنې پټلۍ د بنسټیزې پراختیا، د خدمتونو د کیفیت لوړاوي او ساتنې لپاره اغېزناکو هڅو ته ژمن دی.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وايي: د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، له ملي او نړۍوال اړخه د وسپنې پټلۍ د ارزښت په اړه خبرې کړې دي. د سیمې هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت په پراختیايي لومړیتوبونو کې د وسپنې پټلۍ زیربنايي پروژې شاملې دي.
د کانونو او صنایعو خونه په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ګټور ګڼي او په دې برخه کې د پانګونو پر جلب او جذب ټینګار کوي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: هیله من یو چې څه د سیمې د هېوادونو په مرسته او همکارۍ، څه د خصوصي سکټور له لوري وي. په دې کې د سیمې د هېوادونو او افغانستان دواړو ګټې شته. په صادراتو او وارداتو دواړو برخو کې.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر وايي: د وسپنې پټلۍ ارزښت دا دی چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم راکموي، پیاوړې او صادرات او واردت زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ټولګټو وزارت پلاوي د وسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی و.
په دغه سفر کې د هرات- خواف د وسپنې پټلۍ د انتقالاتو د زیاتېدو، په دې برخه کې د پانګونو او د افغانستان، چین او ایران ترمنځ د ګډ دهلیز په ګډون د نویو وسپنیو پټلیو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې وې.