Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د سفارت نوی سرپرست له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټينګار کوي

په کابل کې د ایران سفارت نوی سرپرست علي رضا بیګدلي نن (شنبې، د لیندۍ ۱۰مه) د خپل رسمي ماموریت د پيلولو په موخه کابل ته راورسېد.

ښاغلی بیګدلي وایي، د ده تر ټولو مهم ماموریت له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا ده او هڅه به وکړي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې کړي.  

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست په دې هکله وویل:«ژمنه کوم چې، خپلو لوړو موخو ته د رسېدو لپاره چې، دوستي، ورورولي او د ګاوندیتوب د اړیکو ژورتیا ده، ان‌شاالله له خپل ټول وس او تجربې څخه کار واخلم.»

 علي رضا بیګدلي، د افغان کډوالو د حضور په تړاو وایي چې، ایران غواړي افغان کډوال په قانوني ډول دغه هېواد ته ورشي او زیاتوي، هڅه به وکړي چې، په ایران کې د افغان کډوالو د حضور مسئله په ښه ډول تنظیم شي.

ښاغلی بیګدلي وايي:«هڅه به وکړم چې، په خپل هېواد کې د افغان وکړو د حضور مسئله او همدارنګه د خلکو تګ راتګ تنظمیم کړو، او ان‌شاالله له دغې موضوع هم د اړیکو د پراختیا لپاره استفاده وکړو.» 

 د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس فیضان‌الله ناصري چې، د ایران د سفارت د نوي سرپرست د هرکلي لپاره ورغلی و، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ښې بولي او زیاتوي چې، علي رضا بیګدلي د افغانستان په مسایلو کې ښه تجربه لري او هیله‌من دی چې، دغه اړیکې به نورې هم پراخې شي.  

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مرستیال فیضان‌الله ناصري په دې هکله وايي:«هیله شته چې، د نوموړي د ماموریت په وخت کې، اړیکې ډېرې پراخې شي. دی داسې یو ډیپلوماټ دی چې، له افغانستان سره بلدتیا لري او د افغانستان په برخه کې یې کار کړی دی، حتماً اړیکې به پیاوړې او پراخې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روانې میاشتې پر څلورمه حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د سفیر او ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړ او علي رضا بیګدلي یې د ایران د سفارت د نوي سرپرست په توګه وټاکه.    

شریک یي کړئ